په کویټه کې به دمظلوموشیعیانوپرلتۍدپوځ دمشرقوماندان ترورتلوپورې دوام ولری
دوی همداراز ګواښ کړی ، تر څو چې دپاکستان دپوځ مشر قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه دهغوی د غوښتنو د آوریدو لپاره کویټه ته نه وی ورغلی دوی به خپلو دغو اعتراضیه اوسوله ایزو پرلتۍ وهنو ته دوام ورکړی او که له دې وروسته بیا حالات دترینګلتیاؤ په لور لاړ شی ، نو درسته ذمه واری به ئې پر حکومتی ، پوځی او قضائی چارواکو وی
زمونږخبریال راپورراکړ دپاکستان دبلوچستان صوبې په مرکز کې نن څومه ورځ ده چې د دغه ښار په سلګونو کسانو په دغه ښار کې د اهل تشیع په ضد دټارګټ کلینګ او د حکومتی او پوځی ادارو دخاموشۍ په ضد پرلتۍ وهلی دی چې په هغو کې په لسګونو ښځې او ماشومان هم شامل دی .
راپورښئ دوی پخپلو غوښتنو کې یو ځل بیا ټینګار کړی ، د بلوچستان صوبې د شعیانو په ضد دې توپیری سیاتونه ختم شی او د تکفیری ترهه ګرو په ضد دې سملاسی او جدی اقدامات وکړی. دوی همداراز ګواښ کړی ، تر څو چې دپاکستان دپوځ مشر قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه دهغوی د غوښتنو د آوریدو لپاره کویټه ته نه وی ورغلی دوی به خپلو دغو اعتراضیه اوسوله ایزو پرلتۍ وهنو ته دوام ورکړی او که له دې وروسته بیا حالات دترینګلتیاؤ په لور لاړ شی ، نو درسته ذمه واری به ئې پر حکومتی ، پوځی او قضائی چارواکو وی ځکه د دوی صبر او زغم په ختمیدو د ی او داسې کومه ورځ نشته چې په بلوچستان په تیره بیا په کویټه ښار کې شیعیان دخپلو بچیانو جنازې اوچتې نه کړی .
دوی همداراز غوښتنه کړې ، صوبائی او مرکزی حکومتونه او پوځی ځواک دې دهغو ترهه ګرو چې دسلګونو بې ګناه مظلومو خلکو په وینو ئې لاسونه ککړ دی ،سهولت کار هم وپلټی او دجنایتکارو اوتکفیری ترهه ګرو دسزا کولو لپاره دې جدی ګامونه پورته کړی .
له بل پلوه دپاکستان دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ ، دبلوچستان شیعه کنفرانس شورا، دعزادارۍ شورا او نورو سیاسی او مذهبی ګوندونو اوډلو په جلاجلا اعلامیو کې وئیلی دی ، د دغه هیواد حکومت نه یوازې دترهه ګرو ډلو دحملو په مخنیوی کې پاتې راغلی ،بلکې په جوماتونو ،امامباړو ، مذهبی ځایونو او عامو ځایونو دغه ترهه ګرې حملې نوره هم زیاتې شوی دی.
وروستی راپورونه ښئ چې بیګا هم په کویټه ښار کې مخ پټو ترهه ګرو په یوه بازار کې پر خلکو ړندې ډزې کړی چې له امله ئې دوه کسان په ټکه وژل شوی دی . سږکال له هماغو لومړیو شپو ورځو راهسې تر دې دمه په کویټه کې د تکفیری ترهه ګرو په لاس کابو اته دیرش شیعیان شهیدان او په لسګونو نور ټپیان شوی دی .