امریکاله پاکستانه دخپل یوه جاسوس په تښتولو کې ناکامه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i70310-امریکاله_پاکستانه_دخپل_یوه_جاسوس_په_تښتولو_کې_ناکامه_شوې
دامریکا سی آئی اې استخباراتی ادارې نیّت درلود، په پیښور بند باندې چې ډاکټر شکیل پکې بندی ؤ په حملې سره هغه خوشی او له پآکستانه د هغه دتښتیدا سریزې برابرې کړی ، خو د پآکستان استخباراتی ا دارې آئی ایس آئی ته دیوه ځای جاسوس له خوا دپاکستان د نقشې په باب پټ راپور ورکړل شوی او ډاکټر شکیل افریدی ئې له دې مخکې چې د امریکا سی ائی اې جاسوسی اداره پرې عملیات وکړی ، له هغه ځایه په پنجاب صوبې کې نامعلوم ځای ته منتقل کړی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 01, 2018 14:34 Asia/Kabul
  • امریکاله پاکستانه دخپل یوه جاسوس په تښتولو کې ناکامه شوې

دامریکا سی آئی اې استخباراتی ادارې نیّت درلود، په پیښور بند باندې چې ډاکټر شکیل پکې بندی ؤ په حملې سره هغه خوشی او له پآکستانه د هغه دتښتیدا سریزې برابرې کړی ، خو د پآکستان استخباراتی ا دارې آئی ایس آئی ته دیوه ځای جاسوس له خوا دپاکستان د نقشې په باب پټ راپور ورکړل شوی او ډاکټر شکیل افریدی ئې له دې مخکې چې د امریکا سی ائی اې جاسوسی اداره پرې عملیات وکړی ، له هغه ځایه په پنجاب صوبې کې نامعلوم ځای ته منتقل کړی دی

فارس خبری آژانس له اسلام اباده راپورورکړی،دپاکستان  جنګ انټرنیټی سایټ راپور ورکړی ، یوې خبرې سرچینې   دهغه پاکستانی ډاکټر (ډاکټر شکیل  افریدی ) د  تښتولو لپاره  دامریکا دجاسوسی ادارې  یا سی آئی اې  دعملیاتو د ناکامۍ   خبر ر ورکړی ،  چې   له سی ائی اې سره  ئې دالقاعدې د وخت  دمشر اسامه بن لادن  دپټنځای  دموندلو لپاره  ملګرتیاکړې  وه . 

 راپورښئ  په دغه راپور کې وئیل شوی دی ، دامریکا سی آئی اې  استخباراتی ادارې  نیّت درلود،   په پیښور بند باندې چې ډاکټر شکیل پکې بندی ؤ  په حملې سره  هغه   خوشی او  له پآکستانه د  هغه دتښتیدا  سریزې برابرې کړی ، خو د پآکستان استخباراتی ا دارې آئی ایس آئی  ته  دیوه ځای  جاسوس له خوا   دپاکستان د نقشې په باب  پټ راپور ورکړل شوی او  ډاکټر شکیل افریدی ئې له دې مخکې چې د  امریکا سی ائی اې  جاسوسی  اداره پرې  عملیات وکړی ، له هغه ځایه  په پنجاب صوبې کې نامعلوم ځای ته منتقل  کړی دی ، البته ځینی خبرې سرچینې وائی چې ډاکټر شکیل  په اډیاله جیل کې  ساتل کیږی .

دا په داسې حال کې دی چې  دامریکا کانګرس  له پاکستان سره   دمالی مرستو له ځنډیدا اوپه دغه هیواد  دجنګی  الوتکو پلورلو وروسته  د  ډاکټر شکیل  خوشی کیدا   ، له اسلام اباد سره د واشنګټن   دمالی ملاتړونو د دوام  یو شرط  اعلان کړی دی.ډاکټر شکیل افریدی  داسامه بن لادن  دپټخای په موندلو کې  له سی ائی اې سره  د ملګرتیا او مرستې  په علت په پاکستان کې  په ۳۳کلن بند محکوم شوی دی .