امریکاله پاکستانه دخپل یوه جاسوس په تښتولو کې ناکامه شوې
دامریکا سی آئی اې استخباراتی ادارې نیّت درلود، په پیښور بند باندې چې ډاکټر شکیل پکې بندی ؤ په حملې سره هغه خوشی او له پآکستانه د هغه دتښتیدا سریزې برابرې کړی ، خو د پآکستان استخباراتی ا دارې آئی ایس آئی ته دیوه ځای جاسوس له خوا دپاکستان د نقشې په باب پټ راپور ورکړل شوی او ډاکټر شکیل افریدی ئې له دې مخکې چې د امریکا سی ائی اې جاسوسی اداره پرې عملیات وکړی ، له هغه ځایه په پنجاب صوبې کې نامعلوم ځای ته منتقل کړی دی
فارس خبری آژانس له اسلام اباده راپورورکړی،دپاکستان جنګ انټرنیټی سایټ راپور ورکړی ، یوې خبرې سرچینې دهغه پاکستانی ډاکټر (ډاکټر شکیل افریدی ) د تښتولو لپاره دامریکا دجاسوسی ادارې یا سی آئی اې دعملیاتو د ناکامۍ خبر ر ورکړی ، چې له سی ائی اې سره ئې دالقاعدې د وخت دمشر اسامه بن لادن دپټنځای دموندلو لپاره ملګرتیاکړې وه .
راپورښئ په دغه راپور کې وئیل شوی دی ، دامریکا سی آئی اې استخباراتی ادارې نیّت درلود، په پیښور بند باندې چې ډاکټر شکیل پکې بندی ؤ په حملې سره هغه خوشی او له پآکستانه د هغه دتښتیدا سریزې برابرې کړی ، خو د پآکستان استخباراتی ا دارې آئی ایس آئی ته دیوه ځای جاسوس له خوا دپاکستان د نقشې په باب پټ راپور ورکړل شوی او ډاکټر شکیل افریدی ئې له دې مخکې چې د امریکا سی ائی اې جاسوسی اداره پرې عملیات وکړی ، له هغه ځایه په پنجاب صوبې کې نامعلوم ځای ته منتقل کړی دی ، البته ځینی خبرې سرچینې وائی چې ډاکټر شکیل په اډیاله جیل کې ساتل کیږی .
دا په داسې حال کې دی چې دامریکا کانګرس له پاکستان سره دمالی مرستو له ځنډیدا اوپه دغه هیواد دجنګی الوتکو پلورلو وروسته د ډاکټر شکیل خوشی کیدا ، له اسلام اباد سره د واشنګټن دمالی ملاتړونو د دوام یو شرط اعلان کړی دی.ډاکټر شکیل افریدی داسامه بن لادن دپټخای په موندلو کې له سی ائی اې سره د ملګرتیا او مرستې په علت په پاکستان کې په ۳۳کلن بند محکوم شوی دی .