د پاکستان په کویټه کښې ستر ترهګر نیول شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i70336-د_پاکستان_په_کویټه_کښې_ستر_ترهګر_نیول_شوی_دی
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دبلوچستان صوبې د ترهګرۍ ضد ادارې(counter terrorism department) پرون په کویټه ښار کښې په ګڼ شمیر وژلو کښې د لاس لرونکی شکمن ترهګر دنیولو خبر ورکړ . د بلوچستان د پولیسو دمشر مرستیال او دترهګرۍ ضد ادارې چارواکی اعتزاز ګورایه د فرنټیر کور(Frontier Corps) حکومتی ملیشا ځواکونو د مشر له مرستیال سره یوځاې وویل د لشکر جهنګوی ترهګرې ډلې یو (۱)مهم مشر ډاکټر عبدالرحیم محمد شاهی وړمه ورځ په کویټه کښې دعملیاتو پرمهال ونیول شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 02, 2018 02:16 Asia/Kabul
  • دپاکستان په بلوچستان صوبې کښې سپاه صحابه ، لشکر جهنګوي، طالبان، القاعده اونورې وهابي صهیونیستي تکفیري ډلې په ازادۍ سره ترهګر فعالیتونه کوي
    دپاکستان په بلوچستان صوبې کښې سپاه صحابه ، لشکر جهنګوي، طالبان، القاعده اونورې وهابي صهیونیستي تکفیري ډلې په ازادۍ سره ترهګر فعالیتونه کوي

زمونږ خبریال وایی دپاکستان دبلوچستان صوبې د ترهګرۍ ضد ادارې(counter terrorism department) پرون په کویټه ښار کښې په ګڼ شمیر وژلو کښې د لاس لرونکی شکمن ترهګر دنیولو خبر ورکړ . د بلوچستان د پولیسو دمشر مرستیال او دترهګرۍ ضد ادارې چارواکی اعتزاز ګورایه د فرنټیر کور(Frontier Corps) حکومتی ملیشا ځواکونو د مشر له مرستیال سره یوځاې وویل د لشکر جهنګوی ترهګرې ډلې یو (۱)مهم مشر ډاکټر عبدالرحیم محمد شاهی وړمه ورځ په کویټه کښې دعملیاتو پرمهال ونیول شو .

ګورایه وویل دغه شکمن ترهګر دبلوچستان صوبې په هزاره ټاون ، بولان میډیکل کمپلیکس او د پولیسو دمشر په دفتر  کښې په ځان وژونکو بم چاودنو او په هدفمنو وژلو کښې لاس لری .

له نیول شوی ترهګر څخه ډیرې وسلې هم کشف شوی دی .

ددغه نیول شوی ترهګر دنیولو لپاره دوه لکه روپۍ جایزه هم ټاکل شوی وه .

 دپاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه او نورو سیمو کښې د شیعه مسلمانانو په تیره بیا دهزاره قوم دغړیو وژله بیخی زیاته شوی ده او حکومت او پولیسو تراوسه د ترهګرو ډلودنیولو او  دخلکو د وژلو هیڅ مخه نه ده نیولی .

دپاکستان په بلوچستان صوبې کښې سپاه صحابه ، لشکر جهنګوی، طالبان، القاعده اونورې وهابی صهیونیستی تکفیری ډلې په ازادۍ سره ترهګر فعالیتونه کوی او په رڼا ورځ خلک په ډزو وژنی .

د پاکستان دکویټه د هزاره قوم غړیو چې ښځې هم پکښې شاملې دی اوس لوږ تړ پیل کړی دی او له حکومته یې غوښتی دی چې ددوې د وژلې مخه ونیسی .