د مسلمانانو اتحاد د داعش د ترهګرې ډلګۍ د ماتی لامل
May 02, 2018 15:02 Asia/Kabul
د پاکستان د امت واحده ګوند مشر،پر مهدویت اعتقاد د مسلمانانو د وحدت عامل وباله او ویې ویل: د مسلمانانو یووالی په عراق او سوریې کښې د داعش په شمول د ترهګرو ډلګیو د ماتی سبب شوی دی.
د ایرنا له راپور سره سم،علامه محمد امین شهیدی نن د حضرت امام مهدی (عج) د نیکمرغه ولادت په مناسبت په راولپنډی کښې د مهدویت او عصر حاضر په غونډه کښې وویل:اسلامی نړۍ د مهدویت په موضوع کښې یوه خوله ده چې له مستضعفینو د ملاتړ او د انسانانو د لارښونې لپاره ظهور کوی.
د پاکستان دغه وتلی عالم روښانه کړه:ځینې غیراصولی تفکرات د لویدیځوالو په مرسته د مهدویت تفکر پر خلاف هڅه کوی چې دغه عقیده خرابه کړی خو پر مهدویت عقیدې په سوریې،عراق او یمن کښې د داعش په شمول تکفیری ډلګیوته ماته ورکړه.