دجنوبی وزیرستان امنیتی پوستې ملیشا ځواکونو ته وسپارل شوې
-
شمالي وزیرستان قبایلي سیمه له ترهګرو پاکه شوي ده او امنیتي چارې به حکومتي ملیشا ځواکونو ته وسپارل شي .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د حکومتی ملیشا ځواکونو مشر میجر جنرال عابد لطیف(Inspector General (IG) FC Maj Gen Abid Lateef) وویل چې پوځ په جنوبی وزیرستان قبایلی سیمه کښې ملیشا ځواکونو ته د پلټنې دپوستو دسپارلو کار پیل کړی دی .
دپاکستان پوځ حکومتی ملیشا ځواکونو ته د پلټنې د پوستو د سپارلوپه اعلان سره د پښتون تحفظ غورځنګ(Pashtoon Tahaffuz Movement) دوې(۲) سترې غوښتنې پوره کړی دی .
د پښتون تحفظ غورځنګ دپاکستان په قبایلی سیمو کښې د خلکو لپاره د بنیادی حقوقو او دهغو مشکلاتو چې ددغو سیمو خلک ورسره مخ دی د ښکاره کولو غوښتنه کوی .
دپاکستان د پښتون تحفظ غورځنګ نورې غوښتنې د وطن کارت (Watan Card)په نوم دکارډ ختمول دی کوم چې په ملی کارت(national identity card) سربیره د قبایلی سیمو دخلکو لپاره یو بل کارت ګڼل کیږی .
د پاکستان دپښتون تحفظ غورځنګ بله غوښتنه هم له قبایلی سیمو د مائنونو ختمول دی .
دپاکستان د حکومتی ملیشا ځواکونو مشر میجر جنرال عابد لطیف (Inspector General (IG) FC Maj Gen Abid Lateef)وویل د پلټنې په پوستو کښې د حکومتی ملیشا ځواکونو یولس زره (۱۱۰۰۰)عسکر دیره شوی دی او زیاته یې کړه د افغانستان او دپاکستان د ګډ سرحد څارنې ته به د موډرنو کیمرو او د ریډارونو په وسیله دوام ورکړل شی .
دپاکستان په شمالی وزیرستان کښې د پوځ لوړرتبه قوماندان میجر جنرال اظهر عباس هم خبریالانو ته وویل دغه قبایلی سیمه له ترهګرو پاکه شوی ده او امنیتی چارې به حکومتی ملیشا ځواکونو ته وسپارل شی .