دجنوبی وزیرستان امنیتی پوستې ملیشا ځواکونو ته وسپارل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i70498-دجنوبی_وزیرستان_امنیتی_پوستې_ملیشا_ځواکونو_ته_وسپارل_شوې
زمونږ خبریال وایی د پاکستان د حکومتی ملیشا ځواکونو مشر میجر جنرال عابد لطیف(Inspector General (IG) FC Maj Gen Abid Lateef) وویل چې پوځ په جنوبی وزیرستان قبایلی سیمه کښې ملیشا ځواکونو ته د پلټنې دپوستو دسپارلو کار پیل کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 05, 2018 00:36 Asia/Kabul
  • شمالي وزیرستان قبایلي سیمه له ترهګرو پاکه شوي ده او امنیتي چارې به حکومتي ملیشا ځواکونو ته وسپارل شي .
    شمالي وزیرستان قبایلي سیمه له ترهګرو پاکه شوي ده او امنیتي چارې به حکومتي ملیشا ځواکونو ته وسپارل شي .

زمونږ خبریال وایی د پاکستان د حکومتی ملیشا ځواکونو مشر میجر جنرال عابد لطیف(Inspector General (IG) FC Maj Gen Abid Lateef) وویل چې پوځ په جنوبی وزیرستان قبایلی سیمه کښې ملیشا ځواکونو ته د پلټنې دپوستو دسپارلو کار پیل کړی دی .

دپاکستان پوځ حکومتی ملیشا ځواکونو ته د پلټنې د پوستو د سپارلوپه  اعلان سره  د پښتون تحفظ غورځنګ(Pashtoon Tahaffuz Movement) دوې(۲) سترې غوښتنې پوره کړی دی .

د پښتون تحفظ غورځنګ  دپاکستان په قبایلی سیمو کښې د خلکو لپاره د بنیادی حقوقو او دهغو مشکلاتو چې ددغو سیمو خلک ورسره مخ دی د ښکاره کولو غوښتنه کوی .

دپاکستان د پښتون تحفظ غورځنګ نورې غوښتنې د وطن کارت (Watan Card)په نوم  دکارډ ختمول دی کوم چې په ملی کارت(national identity card) سربیره د قبایلی سیمو دخلکو لپاره یو بل کارت ګڼل کیږی .

د پاکستان دپښتون تحفظ غورځنګ بله غوښتنه هم له قبایلی سیمو د مائنونو ختمول دی .

دپاکستان د حکومتی ملیشا ځواکونو مشر میجر جنرال عابد لطیف (Inspector General (IG) FC Maj Gen Abid Lateef)وویل د پلټنې په پوستو کښې د حکومتی ملیشا ځواکونو یولس زره (۱۱۰۰۰)عسکر دیره شوی دی او زیاته یې کړه د افغانستان او دپاکستان د ګډ سرحد څارنې ته  به د موډرنو کیمرو او د ریډارونو په وسیله دوام ورکړل شی .

دپاکستان په شمالی وزیرستان کښې د پوځ لوړرتبه قوماندان میجر جنرال اظهر عباس هم خبریالانو ته وویل دغه قبایلی سیمه له ترهګرو پاکه شوی ده او امنیتی چارې به حکومتی ملیشا ځواکونو ته وسپارل شی .