د پاکستان د شيعه ؤ يو مخالف ترهه ګر ونيول شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i70938-د_پاکستان_د_شيعه_ؤ_يو_مخالف_ترهه_ګر_ونيول_شو
د پاکستان امنيتي ځواکونو د دغه هېواد د بلوچستان صوبې په مرکز کښې د لشکر جهنګوي ترهه ګرې ډلې د يو غړي د نيولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2018 16:16 Asia/Kabul
  • د پاکستان د شيعه ؤ يو مخالف ترهه ګر ونيول شو

د پاکستان امنيتي ځواکونو د دغه هېواد د بلوچستان صوبې په مرکز کښې د لشکر جهنګوي ترهه ګرې ډلې د يو غړي د نيولو خبر ورکړ.

د ايرنا د رپوټ  له مخې د پاکستان امنيتي ځواکونو نن وويل، د لشکرجهنګوي تکفيري ترهه ګرې ډلې غړے قاري اسماعيل په داسې حال کښې په کوئټه ښار کښې ونيول شو چې د شيعه مسلمانانو په شمول په ګڼ شمېر فوځيانو او عامه خلقو باندې په حملو کښې يې مهم رول لرلے دے.

هغه اعتراف وکړ چې په ۲۰۱۴ کال کښې يې په لشکرجهنګوي ترهه ګره ډله کښې عضويت حاصل کړ او په افغانستان کښې د روزنې د دورې له تېرولو وروسته يې په کوئټه او کراچۍ ښارونو کښې په لسګونو امنيتي ځواکونه او شيعه وژلي دي.

په دې وروستيو څو هفتو کښې په کوئټه ښار کښې لږ تر لږه لس هزاره شيعه په ترهه ګريزو حملو کښې وژل شوي دي.