دپاکستان په پیښور کښې بم چاودنې پینځه کسان وژلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i70958-دپاکستان_په_پیښور_کښې_بم_چاودنې_پینځه_کسان_وژلی_دی
زمونږخبریال وایی دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې په مرکز پیښور کښې چې دترهګرو ډلو دفعالیتونو ستر مرکز دی په افندی نومې (Afandi)هوټل کښې بم چاودنې دیوې کورنۍ پینځه(۵) غړی وژلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 11, 2018 08:47 Asia/Kabul
  • دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې په بنو سیمه(Bannu district,) کښې هم دپولیسو ګاډي ته نږدې په یوې بم چاودنې کښې یو (۱)پولیس مړ شوی .
    دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې په بنو سیمه(Bannu district,) کښې هم دپولیسو ګاډي ته نږدې په یوې بم چاودنې کښې یو (۱)پولیس مړ شوی .

زمونږخبریال وایی دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې په مرکز پیښور کښې چې دترهګرو ډلو دفعالیتونو ستر مرکز دی په افندی نومې (Afandi)هوټل کښې بم چاودنې دیوې کورنۍ پینځه(۵) غړی وژلی دی .

په دغه بم چاودنې کښې چې د هوټل په څلورم (۴)چت کښې شوی ده ودانۍ ته تاوان رسیدلی دی او دهوټل مخ ته څلور(۴) ولاړ ګاډی هم تباه شوی دی .

ددغه بم چاودنې ماهیت تراوسه نه دی معلوم خو د بم دشنډونې  کارپیژاندو د ترهګرۍ احتمال ورکړی .

وژل شوی پینځه کسان د هنګو سیمې وسیدونکی دی کوم چې د درملنې لپاره پیښور ته تللی وو او په دغه هوټل کښې  ایسار وو .

په وژل شویو کسانو کښې دوې(۲) ښځې ، دوه (۲)ماشومان او یو(۱)سړی شامل دی .

ځینې راپورونه بیا وایی چې دغه چاودنه د هوټل په کوټې کښې  د اوور دلګیدا په وجه شوی ده خو پولیسو تحقیقات پیل کړی دی .

بل خبر داچې دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې په بنو سیمه(Bannu district,) کښې هم دپولیسو ګاډی ته نږدې په یوې بم چاودنې کښې یو (۱)پولیس مړ شوی او ددوو(۲) پولیسو په شمول شپږ(۶)  نور کسان ژوبل شوی هم دی .

ویل کیږی بم په یوه(۱) موټرسائیکل کښې ښخ کړی شوی وو .

دبم چاودنې ځاې ته نږدې  دپولیسو ولاړ ګاډی او نور نور ګاډی هم تباه شوی دی