دپاکستان دبلوچستان دهزاره قوم دغړیو وژل جنایت دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i70962-دپاکستان_دبلوچستان_دهزاره_قوم_دغړیو_وژل_جنایت_دی
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دسترې محکمې مشر میان ثاقب نثار نن وویل چې په بلوچستان صوبې کښې دهزاره قومړ دغړیو وژل جنایت دی او ځکه خو محکمې د هدفمنو وژلو په اړه غور پیل کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 11, 2018 09:39 Asia/Kabul
  • له تیرو شلو(۲۰) کلونو راهسې په بلوچستان صوبې په تیره بیا کویټه کښې د هزاره قوم دغړیو وژله روانه ده خو تراوسه هیڅ ترهګر نه دی نیول شوی .
    له تیرو شلو(۲۰) کلونو راهسې په بلوچستان صوبې په تیره بیا کویټه کښې د هزاره قوم دغړیو وژله روانه ده خو تراوسه هیڅ ترهګر نه دی نیول شوی .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان دسترې محکمې مشر میان ثاقب نثار نن وویل چې په بلوچستان صوبې کښې دهزاره قومړ دغړیو وژل جنایت دی او ځکه خو محکمې د هدفمنو وژلو په اړه غور پیل کړی دی .

د پاکستان دسترې محکمې دوه (۲)کسیزه ډلې چې په قاضی نثار احمد او قاضی اعجازالحسن مشتمله وه په کویټه کښې د هزاره قوم دغړیو د هدفمنې وژلې په اړه د یوې دوسیې په  اړه سترې محکمې ته خبرې وکړې .

د پاکستان دسترې محکمې مشر میان ثاقب نثار  په یوې میاشت کښې د پینځو(۵) کسانو د وژل کیدا پرضد د هزاره قوم دغړیو له اعتراض او احتجاج وروسته ددغه قوم دغړیو پرضد داقداماتو په اړه غور پیل کړ .

د پاکستان د سترې محکمې مشر میان  ثاقب نثار وویل زما په نظر په بلوچستان صوبې کښې دهزاره قوم د غړیو وژل جنایت دی او مونږ باید د دغه قوم دخلکو ژوند او مالونه وساتو .

هغه وویل مونږ د هزاره قوم پرضد د حملو دغندلو لپاره هیڅ ټکی نلرو .

دپاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې د هزاره قوم دبې ګناه غړیو د وژل کیدا په اړه د کویټه د پولیسو د مشر دمرستیال عبدالرزاق چیمه لخوا دسترې محکمې دمشر میان ثاقب لخوا دغه محمکې ته یو (۱)راپور وړاندې شوی .

په دغه راپور  کښې ویل شوی دی چې په تیرو شپږو(۶) کلونو  کښې دپاکستان په بلوچستان صوبې کښې په هدفمنو وژلو کښې درې سوه نهه نوی(۳۹۹) شیعه، شپږدیرش(۳۶)سنیان  او نهویشت(۲۹) د هزاره قوم غړی وژل شوی دی .

د بلوچستان صوبې د پولیسو د مشر دمرستیال عبدالرزاق چیمه لخوا  سترې محکمې ته په وړاندې شوی راپور کښې ویل شوی دی چې په تیرو څلورو(۴) میاشتو کښې په کویټه کښې دهزاره قوم نهه(۹) غړی ترهګرو وژلی دی او دغه راز په روان میلادی کال کښې د بلوچستان صوبې په بیلابیلو سیمو کښې په حملو  کښې اتویشت(۲۸) پولیس او حکومتی عسکر هم وژل شوی .

هغه ادعا کړی ده چې په بلوچستان صوبې کښې اوس حالات ښه شوی دی .

دپاکستان یوه(۱) وکیل افتخار علی چې دهزاره قوم استازی توب کوی په دې خبرې سخت خپګان څرګند کړی چې له تیرو شلو(۲۰) کلونو راهسې په بلوچستان صوبې په تیره بیا کویټه کښې د هزاره قوم دغړیو وژله روانه ده خو تراوسه هیڅ ترهګر نه دی نیول شوی .

هغه وویل زمونږ ژوند او مالونه له خطر سره مخ دی او زمونږ د قوم غړی مجبوره دی چې اسټرالیا ته مهاجرت وکړی .

دپاکستان بلوچستان صوبه د ترهګرو ډلو د فعالیتونو ستر مرکز دی او ټروریسټان په رڼا ورځ بم چاودنې او حملې کوی او بې ګناه خلک وژنی .