دپاکستان استخباراتی ادارې د امریکا ډیپلوماټ ونیوه
-
دامریکا ددغه ډيپلوماټ پاسپورټ د پاکستان د استخباراتي ادارې ایف ايي ای له چارواکو سره دی .
ایرنا خبری اژانس وایی دپاکستان یوې استخباراتی ادارې ایف ایی ای(Federal Investigation Agency) پرون دامریکا دسفارت پوځی اتاشی ډګروال جوزف امانوئل هال له هیواد څخه د تلو په وخت داسلام اباد په نورخان هوایی ډګر کښې ونیوه .
دامریکا دغه ډیپلوماټ چې د روان میلادی کال په اپریل میاشت کښې یې د ټرافیک له سرې اشارې په تیریدا سره یې د اسلام اباد په یوه سړک کښې په موټر سائیکل سپور یو کس وژلی وو هڅه کوله له یوشمیر نورو امریکایانو سره یوځاې له پاکستان څخه خپل هیواد ته لاړ شی .
دامریکا یوه سی یودیرش(C-130) ډوله الوتکه په ځانګړی ډول ددغه ډیپلوماټ د بیولو لپاره داسلام اباد په نورخان هوایی ډګر کښې کوزه شوی وه .
د پاکستان ځینو رسنیو ویلی دی چې دامریکا ددغه ډیپلوماټ پاسپورټ د پاکستان د استخباراتی ادارې ایف ایی ای له چارواکو سره دی .