دپاکستان دپښتون تحفظ غورځنګ مشر کراچۍته نه لاړ
May 13, 2018 02:12 Asia/Kabul
-
ټاکل شوي ده چې دپاکستان د پښتون تحفظ غورځنګ نن دسیند صوبې په مرکز کراچۍ کښې یوه غونډه ترسره کړي .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دپښتون تحفظ غورځنګ مشر منظور پشتون ته اجازه ورنکړل شوه چې په الوتکه کښې کراچۍ ته لاړ شی .
داسلام اباد یوه (۱)خصوصی هوایی چلند پرون د پاکستان د پښتون تحفظ غورځنګ مشر منظور پشتون ته له اسلام اباد څخه کراچۍ ته په خپلې الوتکې له سفر کولو ډډه وکړه .
ټاکل شوی ده چې دپاکستان د پښتون تحفظ غورځنګ نن دسیند صوبې په مرکز کراچۍ کښې یوه غونډه ترسره کړی .