دپاکستان د لشکر جهنګوی ستر ترهګر وژل شوی دی
-
په پاکستان کښې له ترهګرو سره زیاتې مالي مرستې سعودي عربستان، متحده عربي امارات، ، امریکا او انګلستان وغیره کوي .
Killi Almas areaزمونږ خبریال وایی دپاکستان دپوځ د عمومی اړیکو دفتر ایی ایس پی ار (ISPR)وویل د بلوچستان صوبې په په کلی الماس() سیمه کښې د حکومتی عسکرو په عملیاتو کښې د لشکر جهنګوی (Lashkar-e-Jhangvi )وهابی تکفیری ترهګرې ډلې مشر سلمان بادینی(Salman Badeni) له دوو(۲) ځان وژونکو سره یو ځاې ووژل شو .
د لشکر جهنګوی ترهګرې ډلې دغه مشر د پاکستان دبلوچستان صوبې دکویټه ښار دهزاره قوم(Hazara community) د څه دپاسه سلو (۱۰۰)کسانو په وژلې کښې لاس درلود .
په دغو عملیاتو کښې دپاکستان د پوځ د پوځی استخباراتو ډګروال سهیل عابد(Col Sohail Abid of Military Intelligence) هم وژل شوی او څلور نور حکومتی عسکر ژوبل شوی چې روغتون ته وړل شوی او دوه پکښې مرګی حاله دی .
ویل کیږی چې دپاکستان دبلوچستان صوبې په کلی الماس سیمه کښې د لشکر جهنګوی ترهګرې ډلې له مشر سره دوه(۲) وژل شوی ځان وژونکی د افغانستان ښاریز دی او یو ژوبل شوی ترهګر د پاکستان عسکرو نیولی هم ودی .
له وژل شویو ترهگرو زیاتې وسلې هم کشف شوي دي .
دپاکستان بلوچستان صوبه د لشکر جهنګوی ، سپاه صحابه ، طالبانو او دنورو ترهګرو ډلو د فعالیتونو ستر مرکز دی .
په پاکستان کښې له ترهګرو سره زیاتې مالی مرستې سعودی عربستان، متحده عربی امارات، ، امریکا او انګلستان وغیره کوی .