په پاکستان کی د لښکر جهنګوی مشر په هلاکت ورسید
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i71398-په_پاکستان_کی_د_لښکر_جهنګوی_مشر_په_هلاکت_ورسید
د لښکر جهنګوی ترهه ګری ډلې سرغنی، د پاکستان په بلوچستان صوبه کی په هلاکت ورسید.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 17, 2018 08:19 Asia/Kabul
  • په پاکستان کی د لښکر جهنګوی مشر په هلاکت ورسید

د لښکر جهنګوی ترهه ګری ډلې سرغنی، د پاکستان په بلوچستان صوبه کی په هلاکت ورسید.

د ایرنا د راپور له مخې؛ د پاکستان پوځ نن پنجشنبه په یوې بیانیه کی اعلان وکړ: د پاکستان امنیتی ځواکونو، بیګاه د بلوچستان صوبی په مرکز، په کویټه ښار کی د لښکر جهنګوی د تکفیری ډلې په پټن ځای حمله وکړه؛ چی له کبله یی د لښکر جهنګوی ترهه ګری ډلې سرغنئ« سلمان بادینی »، د نورو دؤو تکفیریانو په ګډون وژل شوئ، او یو تن ټپی شو.

د پاکستان پوځ په بیانیه کی راغلی دی؛ پدغه حمله کی همداراز یو پوځی وژل شوئ، او نور څلور کسان ټپیان شول.

د پاکستان پوځ اعلان وکړ: د لښکر جهنګوی ترهه ګری ډلې دغه تر تعقیب لاندی سرغنی، د کویټی ښار د هزاره شیعه مسلمانانو، او د پاکستان د امنیتی ځواکونو د څه د پاسه سلو تنو په وژله کی رول لرلئ دئ.

په تیرو څلورو میاشتو کی، د پاکستان د بلوچستان صوبی د کویټی

په ښار کی، ۴۰ تنه شیعیان په ترهه ګرو حملو کی وژل شوی دی.