په پاکستان کی امریکایی او صهیونیسټی ضد مظاهری
د پاکستان په زرګونو قهریدلو خلګو، د امریکی او صهیونیسټی رژیم د تیری ګرو سیاستونو په اعتراض کی، د امریکی او اسرائیل بیرغونو ته اور واچاوه.
زموږ د خبریال د راپور په اساس، د کراچی ښار په پرونیو مظاهرو کی ګډون والو، د مړه دی امریکا او مړ دی وی اسرائیل په شعارونو سره، د فلسطینی مسلمانانو په نسل وژنه کی د صهیونیسټ رژیم جنایتونه، او له صهیونیسټانو څخه د امریکی ملاتړکول وغندل.
د مجلس وحدت مسلمین له مشرانو څخه، علامه«احمد اقبال رضوی»؛ د حزب جماعت اسلامی له مشرانو څخه«نعیم الرحمان»، او د پاکستان یو شمیر نورو دینی عالمانو، د لاریون کونکو په ټول کی وویل: امریکا او صهیونیسټی رژیم د مسلمانانو ، په تیره بیا د فلسطین او کشمیر د خلګو د عام قتل په لټه کی دی، او د اسلام نړیوال امت باید د هغوی په خلاف متحد شی.
هغوی همداراز د صهیونیسټانو په جنایتونو کی د فلسطین خلګو د وژلی په وړاندی د ملګرو ملتو او د بشری حقوقو د سازمانونو په
چوپتیا او بی تفاوتۍ په نیوکی سره اعلان وکړ: د قدس نیواکګر د امریکی ګوډاګیان دی.