دپاکستان په کویټه کښې پینځه ترهګر ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i71440-دپاکستان_په_کویټه_کښې_پینځه_ترهګر_ووژل_شول
زمونږ خبریال وایی دپاکستان حکومتی ملیشا ځواکونو فرنیټر کور(Frontier Corps’) پرون هغه وخت پینځه شکمن ځان وژونکی ووژل کله چې هغوې په کویټه کښې په مددګار مرکز (Madadgar Centre)د ترهګرو حمله شنډه کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 18, 2018 01:32 Asia/Kabul
  • دپاکستان اکثره سیمې دترهګرو ډلو د فعالیتونو ستر مرکزونه دي او تروریسټان په ډیرې ازادۍ سره خلک په بم چاودنو او ډزو سره وژني .
    دپاکستان اکثره سیمې دترهګرو ډلو د فعالیتونو ستر مرکزونه دي او تروریسټان په ډیرې ازادۍ سره خلک په بم چاودنو او ډزو سره وژني .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان حکومتی ملیشا ځواکونو فرنیټر کور(Frontier Corps’) پرون هغه وخت پینځه شکمن ځان وژونکی ووژل کله چې هغوې په کویټه کښې په مددګار مرکز (Madadgar Centre)د ترهګرو حمله شنډه کړه .

د پاکستان دپوځ دعمومی اړیکو دفتر ایی ایس پی ار(ISPR) وویل له چاویدونکو موادو او  مهماتو ډک یوه(1) ګاډی چې پینځه ځان وژونکی چې احتمال کیږی د افغانستان ښاریز وو پکښې ناست وو هڅه وکړه په کویټه کښې دحکومتی ملیشا ځواکونو مددګار مرکز ته ننوځی خو امنیتی ځواکونو چټک غبرګون وښود او له حمله کونکو سره یې جنګ وکړ .

د ترهګرۍ دغه ناکامه هڅه وړمه شپه د پاکستان دبلوچستان صوبې په کیلی الماس سیمه  کښې د لشکر جهنګوی وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرې ډلې دمشر  بادینی او دهغه دڅو ملګرو وژلې ته د غبرګون لپاره پلان شوی وه .

دغه راز دپاکستان د کویټه چمن هاوسینګ سوسایټۍ ته نږدې په یوې حملې کښې دحکومتی ملیشا ځواکونو ایف سی څلور(۴) غړی ژوبل شوی دی .

دپاکستان دخیبر پښتونخوا صوبې په نوشهره سیمه کښې هم پرون په یوې بلې ترهګرې حملې کښې د شپږو (۶)امنیتی ځواکونو په شمول دولس(۱۲) کسان ژوبل  شوی دی .

دپاکستان اکثره سیمې دترهګرو ډلو د فعالیتونو ستر مرکزونه دی او تروریسټان په ډیرې ازادۍ سره خلک په بم چاودنو او ډزو سره وژنی .