دپاکستان دحکومت سیاسی مشرانو پرون غونډه وکړه
-
دپاکستان دوه(۲) نور ستر سیاسي ګوندونه پیپلز ګوند او تحریک انصاف له خیبر پښتونخوا صوبې سره د قبایلي سیمو د یوځاې کیدا ملاتړ کوي
زمونږخبریال وایی د پاکستان دحکومت د مخالف ګوند مشرانو او د قبایلی سیمو د پارلمان غړیو پرون په اسلام اباد کښې د پارلمان دمشر په دفتر کښې دقبایلی سیمو د اصلاحاتو د لایحې(Bill) په اړه خبرې وکړې .
په دغه غونډې کښې د پاکستان په مشرانو جرګې (Senate) کښې د حکومت دمخالف ګوند مشرې میرمن شیری رحمان ، د تحریک انصاف ګوند یوه(۱) مشر شاه محمود قریشی او د قومی وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شیرپاو او ځینو نورو سیاسی مشرانو ګډون درلود .
دپاکستان دقانون وزیر په غونډې کښې ګډون کونکی سیاسی مشران د قبایلی سیمو داصلاحاتو له لایحې خبر کړل او وورسته بیا فیصله وشوه چې دغه سیاسی مشران د می د میاشتې په یویشتمه(۲۱) نیټه بیا له یوبل سره کتنه وکړی .
د پاکستان دجماعت اسلامی یوه ()مشر صاحبزاده طارق الله له دغه غونډې وروسته وویل له خیبر پښتون صوبې سره د قبایلی سیمو د یوځاې کیدا په اړه یو څه پرمختګ شوی او دغه لایحه به په دوو(۲) یا دریو(۳) ورځو کښې مطرح شی .
د پاکستان جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان څانګه چې مشرۍ یې مولانا فضل الرحمان کوی او دغه راز پښتونخوا ملی عوامی ګوند چې مشرۍ یې محمود خان اچکزی کوی یوازنی دوه(۲) سیاسی ګوندونه او مشران دی چې له خیبر پښتونخوا صوبې سره د قبایلی سیمو د یوځاې کیدا مخالفت کوی .
دپاکستان دوه(۲) نور ستر سیاسی ګوندونه پیپلز ګوند او تحریک انصاف له خیبر پښتونخوا صوبې سره د قبایلی سیمو د یوځاې کیدا ملاتړ کوی .
احتمال شته چې د پاکستان په ملی پارلمان کښې له خیبر پښتونخوا صوبې سره د قبایلی سیمو د یوځاې کیدا لایحه تصویب شی .
تیره اونۍ ویل شوی وو چې له خیبر پښتونخوا صوبې سره د قبایلی سیمو دیوځاې کیدا لایحه به راتلونکی حکومت ته پریښودل شی .
دغه راز دپاکستان د ملی امنیت کمیټۍ هم په درویشتمې (۲۳)غونډې کښې په مختلفو موضوګانو غور وکړ چې پکښې له ازاد جمو او کشمیر او ګلګت بلتستان رانیولی له خیبر پښتونخوا صوبې سره د قبایلی سیمو د یوځاې کیدا او د سیمې او دنړیوال امنیتی حالات پکښې شامل وو .