د هند دلومړی وزیر څرګندونې دوکه ورکونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i71646-د_هند_دلومړی_وزیر_څرګندونې_دوکه_ورکونکی_دی
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان تر کنټرول لاندې د کشمیر لومړی وزیر فاروق حیدر په کشمیر سیمه کښې د سولې دټینګیدا په اړه د هند د لومړی وزیر ناریندرا مودی ادعا له دوکې ډکه وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 21, 2018 02:13 Asia/Kabul
  • دهند لومړي وزیر ناریندرا مودي  په شنبې ورځ په جمو او کشمیر کښې دیوه (۱)بریښنا کوټ افتتاح وکړه .
    دهند لومړي وزیر ناریندرا مودي په شنبې ورځ په جمو او کشمیر کښې دیوه (۱)بریښنا کوټ افتتاح وکړه .

تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان تر کنټرول لاندې د کشمیر لومړی وزیر فاروق حیدر په کشمیر سیمه کښې د سولې دټینګیدا په اړه د هند د لومړی وزیر ناریندرا مودی ادعا له دوکې ډکه وبلله .

هغه د هند ترکنټرول لاندې کشمیر ته د لومړی وزیر ناریندرا مودی د وړمې  ورځې دسفر په غندلو سره وویلې د سولې په باره کښې په سرینګر ښار کښې د مودی وینا یوازې عمومی افکارو ته د  دوکې دورکولو لپاره ده .

بل خبر داچې دهند لومړی وزیر ناریندرا مودی  په شنبې ورځ په جمو او کشمیر کښې دیوه (۱)بریښنا کوټ افتتاح وکړه .

داپه داسې حال دی چې پاکستان دهند په دغه اقدام سخت اعتراض کړی دی .