دتهران اواسلام اباد اړیکې دسی پیک په بشپړتیاسره لاپراخیږی
داؤ د بټ زیاته کړې ، د ایران چابهار بندر ته هیڅکله هم د یوه تجارتی سیال په توګه نه ګورو او باوری یوو چې ګوادر او چابهار دواړه بندورونه دسیمه ایز اقتصاد په پراختیا کې یو مهم رول ولوبولی شی .
ایرناخبری اژانس راپور ورکړی ، د سی پیک په نامې سره د چین او پآکستان د اقتصادی کریډور مدیر حسن داؤد بټ نن په اسلام اباد کې له دغه خبری آژانس سره په خبرو کې په دې په ټینګار سره چې په پاکستان کې د ګوادر بندر او په اسلامی ایران کې د چابهار بندر بلل شوی خویندې دی ، ووئیل ؛ دغه دوه بندرونه په راتلونکی کې د سیمه ایز تجارتی اواقتصادی وضعیّت په ښه کولو کې غوره او مهم رول لوبوی .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې د چین او پاکستان داقتصادی کریډور دپلان مدیریّت په اوسنی وخت کې د دغو دواړو بندرونو ترمینځ داړیکړ دپراختیا دلارو چارو په ارزولو بوخت دی ، ووئیل ، دګوادر او چابهار دوه بندرونه د سیمه ایزو موخو دپوره کیدا لپاره یوه بل بشپړونکی کیدلی شی ..
داؤ د بټ زیاته کړې ، د ایران چابهار بندر ته هیڅکله هم د یوه تجارتی سیال په توګه نه ګورو او باوری یوو چې ګوادر او چابهار دواړه بندورونه دسیمه ایز اقتصاد په پراختیا کې یو مهم رول ولوبولی شی .
دپاکستان دغه اقتصادی مسئول مقام وئیلی ، دپاکستان حکومت به خپلې ریل پټلۍ سسټم، په درو فیزونو کې پراخ کړی چې دریمه مرحلې کې به دپاکستان دلویدیځی برخو ریل پټلۍ دایران له ریل پټلۍ سره وصل شی . هغه په عین حال کې جوته کړې ، ټاکل شوې ده ، د ریل پټلۍ د نوی کولو اقدامات هم تر ۲۰۳۰کال پورې بشپړ شی.