دتهران اواسلام اباد اړیکې دسی پیک په بشپړتیاسره لاپراخیږی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i71672-دتهران_اواسلام_اباد_اړیکې_دسی_پیک_په_بشپړتیاسره_لاپراخیږی
داؤ د بټ زیاته کړې ، د ایران چابهار بندر ته هیڅکله هم د یوه تجارتی سیال په توګه نه ګورو او باوری یوو چې ګوادر او چابهار دواړه بندورونه دسیمه ایز اقتصاد په پراختیا کې یو مهم رول ولوبولی شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 21, 2018 09:34 Asia/Kabul
  • دتهران اواسلام اباد اړیکې دسی پیک په بشپړتیاسره لاپراخیږی

داؤ د بټ زیاته کړې ، د ایران چابهار بندر ته هیڅکله هم د یوه تجارتی سیال په توګه نه ګورو او باوری یوو چې ګوادر او چابهار دواړه بندورونه دسیمه ایز اقتصاد په پراختیا کې یو مهم رول ولوبولی شی .

ایرناخبری اژانس راپور ورکړی ، د  سی پیک په نامې سره د چین او پآکستان د اقتصادی کریډور  مدیر حسن داؤد بټ  نن  په اسلام اباد کې  له دغه خبری آژانس سره په خبرو کې  په دې په ټینګار سره چې   په پاکستان کې د ګوادر بندر  او  په اسلامی ایران کې  د چابهار بندر  بلل شوی خویندې  دی ،  ووئیل ؛  دغه  دوه بندرونه   په راتلونکی کې  د سیمه ایز تجارتی اواقتصادی وضعیّت په ښه کولو کې غوره او مهم رول  لوبوی .

 هغه ددې خبرې په کولو سره چې  د چین او پاکستان داقتصادی کریډور  دپلان مدیریّت  په اوسنی وخت کې  د دغو دواړو بندرونو  ترمینځ داړیکړ  دپراختیا دلارو چارو په ارزولو بوخت دی ،   ووئیل ،  دګوادر او چابهار دوه بندرونه د سیمه ایزو موخو دپوره کیدا لپاره  یوه بل بشپړونکی کیدلی شی ..

 داؤ د  بټ زیاته کړې ، د ایران چابهار بندر ته هیڅکله هم  د یوه تجارتی سیال  په توګه نه  ګورو  او باوری یوو چې  ګوادر او چابهار دواړه بندورونه  دسیمه ایز اقتصاد په پراختیا کې  یو مهم رول ولوبولی شی .

 دپاکستان دغه اقتصادی مسئول مقام  وئیلی ، دپاکستان حکومت  به  خپلې ریل پټلۍ سسټم، په درو فیزونو کې پراخ کړی  چې دریمه مرحلې کې به  دپاکستان دلویدیځی برخو ریل پټلۍ  دایران  له ریل پټلۍ سره وصل شی . هغه په عین حال کې جوته کړې ،  ټاکل شوې ده ، د ریل پټلۍ  د نوی کولو اقدامات  هم تر ۲۰۳۰کال پورې بشپړ شی.