په پاکستان کې پارلیمانی ټول ټاکنې د جولائی په ۲۵ترسره کیږی
دپآکستان د اساسی قانون په اساس د ولسی جرګې او صوبائی جرګو انتخابات په درست هیواد کې په یوه ورځ ترسره کیږی . وئیل کیږی په درست پاکستان کې د سیاسی ګوندونو اوډلو ټپلو له خوا دانتخاباتو لپاره کمپاینونه پیل شوی او په خلکو کې یو ځل بیا سیاسی ولوله لیدل کیږی .
زمونږخبریال ددنیانیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ دپآکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی په درست هیواد کې دعامو انتخاباتو دترسره کیدا نیټه دجولائی پنځویشتم تاریخ اعلان کړی او دغه مسوده ئې دلاسلیک لپاره ولسمشر ممنون حسین ته لیږدولی ده .
په راپور کې وئیل شوی دی ، دپآکستان ولسمشر به د لومړی وزیر له خوا دلیږدول شوی سمری باندې ډیر زر دستخط وکړی او له دغې لاسلیک کونې وروسته به دغه مسوده دپآکستان د انتخاباتو کمیشن ته ولیږل شی ،څو په یوې اونۍ کې دټول ټاکنو دترسره کیدا په باب بشپړ شیډول اعلان کړی .
داپه داسې حال کې دی چې د دټول ټاکنو دترسره کولو لپاره د یوه عبوری لومړی وزیر په نامې د حکومتی او اپوزیشن لورو ترمینځ پرون ترسره شوی خبرو اترو کومه نتیجه نه ده ورکړې . وئیل کیږی ، لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی او داپوزیش مشر خورشید شاه په دې اړه څو ځله سره لیده کاته کړی دی .
دپآکستان د اساسی قانون په اساس د ولسی جرګې او صوبائی جرګو انتخابات په درست هیواد کې په یوه ورځ ترسره کیږی . وئیل کیږی په درست پاکستان کې د سیاسی ګوندونو اوډلو ټپلو له خوا دانتخاباتو لپاره کمپاینونه پیل شوی او په خلکو کې یو ځل بیا سیاسی ولوله لیدل کیږی . داپه داسې حال کې دی چې په دغه هیواد کې امنیتی وضعیّت هماغه راز ترینګلی دی ، خو دا هم وئیل کیږی چې ممکنه ده دانتخاباتو دامنیت تامیندا یو ځل بیا د دغه هیواد پوځ ته وسپارل شی .