دپاکستان درې زره هزاره غړی وژل شوی دی
-
د هزاره قوم څخه دپاسه نوي زره(۹۰۰۰۰) کورنیو په قانوني او غیر قانوني ډول نورو هیوادونو ته مهاجرت کړی دی .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دحکومتی شمیرنو پراساس د ۲۰۱۱ میلادی کال دسپتمبر د میاشتې له یولسمې(۱۱) نیټې راهسې دهزاره قوم څه د پاسه درې زره(۳۰۰۰) غړی وژل شوی دی خو غیر حکومتی شمیرنې بیا وایی چې په دغه هیواد کښې له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې تراوسه څلور زره(۴۰۰۰) هزاره غړی وژل شوی دی چې اکثره یې سړی دی .
دپاکستان د بشری حقوقو فعالې او وکیلې میرمن جلیله حیدر د مشرانو جرګې د بشری حقوقو یوې کمیټۍ ته په وینا کښې وویل دغه کمیټۍ باید د هزاره قوم کډوالۍ ته پام وکړی چیرې چې لس زره(۱۰۰۰۰) ښځې او ماشومان په ډیرو بدو شرایطو کښې ژوند کوی او دوې د بیان او د خوځښت هیڅ ازادی نلری .
دپاکستان دمشرانو جرګې دغه کمیټۍ د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې د هزاره قوم پرغړیو دحملو او ددغه قوم د غړیو د امنیت دتضمینولو په اړه دغه غونډه جوړه کړی ده .
دپاکستان دبشری حقوقو فعالی او وکیلې میرمن جلیله حیدر وویل د هزاره قوم څخه دپاسه نوی زره(۹۰۰۰۰) کورنیو په قانونی او غیر قانونی ډول نورو هیوادونو ته مهاجرت کړی دی چې هغوې هلته په ډیرو بدو شرایطو کښې وسیږی .
هغې د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې دهزاره قوم دغه نوی زره(۹۰۰۰۰) کورنۍ له بهرنیو هیوادونو بیرته کویټه ته راستنې کړی .
دپاکستان دغه وکیلې او د بشری حقوقو فعالی میرمن جلیله حیدر دبلوچستان صوبې په حکومت تور ولګاوه چې د هزاره قوم د غړیو د ژوند دساتلو دتضمینولو پرځاې په هغوې کښې ویره رامینځته کوی .
هغې وویل هیڅ قانون نشته او زمونږ استازی نشته او دهزاره قوم میرمنې ویرول کیږی او زمونږ دماشومانو د ژوند لپاره هیڅ امنیت نشته .
د پاکستان دبلوچستان صوبې د پولیسو دمشر مرستیال انسپکټر جنرال جهانزیب جوګزۍ د مشرانو جرګې دبشری حقوقو کمیټۍ ته وویل زه د وکیلې جلیله حیدر له څرګندونو سره موافق یم .
هغه وویل د هزاره قوم غړی ویریږی چې په خپلو کورونو کښې ووسیږی خو مونږ دهغوې د ژوند د ساتلو هڅه کوو.