دافغانستان ترهګرو د کویټه ښار برید ترسره کړی وو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i71944-دافغانستان_ترهګرو_د_کویټه_ښار_برید_ترسره_کړی_وو
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دبلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې د حکومتی ملیشا ځواکونو په مددګار مرکز(FC's Madadgar centre) د می د میاشتې د اولسمې(۱۷) نیټې په ترهګرې حملې کښې ګډون کونکی پینځه (۵)ځان وژونکی کسان دافغانستان ښاریز وو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 25, 2018 01:13 Asia/Kabul
  • دپاکستان بلوچستان صوبه دلشکر جهنګوي ، سپاه ، طالبانو او دنورو وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرو ډلو د فعالیتونو ستر مرکز دی .
    دپاکستان بلوچستان صوبه دلشکر جهنګوي ، سپاه ، طالبانو او دنورو وهابي صهیونیسټي تکفیري ترهګرو ډلو د فعالیتونو ستر مرکز دی .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان دبلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې د حکومتی ملیشا ځواکونو په مددګار مرکز(FC's Madadgar centre) د می د میاشتې د اولسمې(۱۷) نیټې په ترهګرې حملې کښې ګډون کونکی پینځه (۵)ځان وژونکی کسان دافغانستان ښاریز وو .

دپاکستان حکومت وویل د بلوچستان صوبې په مرکز کویټه کښې د حکومتی ملیشا ځواکونو فرنیټر کور په مددګار مرکز حمله کونکی په افغانستان کښې دیره د حزب احرار(Hizbul Ahrar) ډلې غړی وو او په بلوچستان صوبې کښې له دیره غیرقانونی ډلې لشکر جهنګوی (Lashkar-i-Jhangvi)سره یې په ګډه کار او حمله ترسره کړی وه .

د افغانستان پینځو(۵) ځان وژونکو ترهګرو د می په اولسمه(۱۷) نیټه هڅه وکړه چې په کویټه کښې د حکومتی ملیشا ځواکونو په مددګار مرکز حمله وکړی او دغه مرکز ته ورننوځی خو هلته دیره ملیشا ځواکونو چټک غبرګون وښود او پینځه ځان وژونکی یې ووژل .

په دغه سیمه کښې د حکومتی عسکرو او د ترهګرو ترمینځ دغه راز کابو یو (۱)ساعت جګړه هم شوی وه .

دپاکستان بلوچستان صوبه دلشکر جهنګوی ، سپاه صحابه  ، طالبانو او دنورو وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرو ډلو د فعالیتونو ستر مرکز دی .