له اټومی موافقې د امریکا وتلو دغه هیواد څنګ ته کړی
-
امریکا په عراق د حملې په شمول له دې مخکې هم دنړیوالو قوانینو خلاف ورزیانې کړي دي .
په ایران کښې دپاکستان پخوانی سفیر جاوید حسین په اسلام اباد کښې له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل له اټومی موافقی دامریکا وتلو دغه هیواد په نړیواله سویه څنګ ته کړی دی .
هغه دنړیوالو قواننیو د خلاف ورزۍ په علت په امریکا نیوکې سره وویل له اټومی تړون په وتلو کښې دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران ضد اقدام به د واشنګټن لپاره اپوټه نتیجه ولری او په نړیوالې ټولنې کښې دامریکا د څنګ ته کیدا سبب کیږی .
په تهران کښې دپاکستان پخوانی سفیر جاوید حسین د نړیوالې سولې په دوام کښې د اټومی موافقې د اهمیت په بیانولو سره وویل اټومی موافقه دایران او دپینځه جمع یوې ډلې دغړیو هیوادونو له څو کاله خبرو او هڅې وروسته لاسلیک شوه پردې اساس ددغه موافقې دمادو پراساس امریکا په خپل سری توګه له دغه اټومی موافقې نشوه وتلی .
په ایران کښې دپاکستان پخوانی سفیر جاوید حسین په تیرو لسیزو کښې دامریکا دچارواکو د ژمنو ماتولو ته په اشارې سره وویل امریکا په عراق د حملې په شمول له دې مخکې هم دنړیوالو قوانینو خلاف ورزیانې کړی دی چې نه یوازې دسیمې او دنړۍ د بې ثباتۍ سبب شوی بلکې په خپل واشنګټن هم تاوان کړی دی .