پاکستان باید شکیل افریدی وسپاری او ملا فضل الله ترلاسه کړی
-
پاکستان باید ډاکټر شکیل افریدي امریکا ته وسپاري او امریکا دغه راز ملا فضل الله پاکستان ته وسپاري .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان دپوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال پرویز مشرف وویل که چیرې زه اوس ولسمشر وای ما به ډاکټر شکیل افریدی خوشی کاوه او له امریکا سره به مو یوه معامله کوله .
هغه په واشنګټن کښې دامریکا له یوې راډیو سره په مرکه کښې وویل دامریکا او د پاکستان ترمینځ اړیکې اوس ترټولو ټیټې سویې ته رسیدلی دی .
ډاکټر شکیل افریدی چې د القاعده ترهګرې ډلې دپخوانی مشر اسامه بن لادن د ځاې ځایکی په معلومولو کښې یې دامریکا له جاسوسۍ ادارې سی ای ای(Central Intelligence Agency) سره مرسته کړی وه له ۲۰۱۱ میلادی کال راهسې په پاکستان کښې زندانی دی .
د امریکا دبهرنیو چارو وزیر مائک پمپئو(Mike Pompeo) په تیرې چهارشنبې ورځ د ولسی جرګې کانګرس یوې کمیټۍ ته په وینا کښې ژمنه وکړه چې دې به له زندان څخه د ډاکټر شکیل افریدی د خوشی کولو لپاره هڅې ته دوام ورکړی .
دامریکا د ولسی جرګې غړیو په ولسمشر ټرمپ غږ کړی دی چې ډاکټر شکیل افریدی امریکا ته راوړلی چیرې چې هغه اتل (Hero)ګڼل کیږی .
دپاکستان پخوانی ولسمشر پرویز مشرف د ډاکټر شکیل افریدی په اړه د اسلام اباد د دریځ په ملاتړ کولوسره وویل هر هیواد دخپلو ګټو پراساس خپل سیاستونه() جوړوی .
هغه وویل پاکستان باید ډاکټر شکیل افریدی امریکا ته وسپاری او امریکا دغه راز ملا فضل الله پاکستان ته وسپاری .
امریکا دغه راز وایی چې پاکستان حقانی ډلې(Haqqani network)ته په خپله خاوره کښې دفعالیت او دحملو د ترسره کولو اجازه ورکړی ده کومه چې په افغانستان کښې حملې کوی .
امریکا دحقانی ډلې دشتون په خاطر له پاکستان سره مالی مرستې ډیرې کمې کړی دی .