پاکستان د افغانستان په طالبانو کم نفوذ لری
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i72146-پاکستان_د_افغانستان_په_طالبانو_کم_نفوذ_لری
تسنیم خبری اژانس وایی په افغانستان کښې دپاکستان سفیر «ظاهر نصر الله خان» وویل د اسلام اباد حکومت په طالبانو کم نفوذ لری او پردې اساس پاکستان ددې جوګه نه دی دغه ډله د سولې له بهیر سره یوځاې کیدا ته مجبوره کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 27, 2018 14:11 Asia/Kabul
  • اسلام اباد د طالبانو ډلې دپخواني مشر ملا منصور له وژل کیدا وروسته په دغه ډلې خپل نفوذ له لاسه ورکړی دی .
    اسلام اباد د طالبانو ډلې دپخواني مشر ملا منصور له وژل کیدا وروسته په دغه ډلې خپل نفوذ له لاسه ورکړی دی .

تسنیم خبری اژانس وایی په افغانستان کښې دپاکستان سفیر «ظاهر نصر الله خان» وویل د اسلام اباد حکومت په طالبانو کم نفوذ لری او پردې اساس پاکستان ددې جوګه نه دی دغه ډله د سولې له بهیر سره یوځاې کیدا ته مجبوره کړی .

هغه وویل د پاکستان حکومت له طالبانو سره دافغانستان د حکومت دسولې د پلان ملاتړ کوی خو په دغه ډلې زیات نفوذ نلری چې هغه د صلحې د پلان منلو ته اړه کړی .

د پاکستان سفیر د افغانستان له حکومت سره دطالبانو د نیغ په نیغه د خبرو د احتمال په اړه وویل اسلام اباد په کامل ډول په افغانستان کښې له سیاسی بهیر سره د طالبانو ډلې د یوځاې کیدا لپاره د ولسمشر اشرف غنی د وړاندیز ملاتړ کوی .

څه موده مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر  «خواجه اصف» ویلی وو اسلام اباد د طالبانو ډلې دپخوانی مشر ملا منصور له وژل کیدا وروسته په دغه ډلې خپل نفوذ له لاسه ورکړی دی .

دافغانستان د ولسمشر اشرف غنی په شمول دهیواد ځینو چارواکو په ځلونو له طالبانو سره د سولې دخبرو غوښتنه کړی ده خو دغه ډلې د سولې خبرې له افغانستان څخه دامریکا د پوځیانو له وتلو سره اړونده کړی دی .