ډیورینډ کرښه ، قبایل او د دسیسو دوام :
-
ډیورینډ کرښه منل شوی سرحد نه دی او ددغه سرحدي کرښې په اړه فیصله به د ډیورینډ کرښې دواړو خواو ته پراته خلک وکړي .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان ملی پارلمان(ملی ولسی جرګې او مشرانو جرګې ) د رایو په اکثریت سره ددغه هیواد قبایلی سیمې له خیبر پښتونخواه صوبې سره یوځاې کړې .
دپاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې ځایی پارلمان هم پرون په پیښور کښې د قبایلی سیمو له ځان سره دیوځاې کولو لایحه په اکثریت سره تصویب کړه .
دکابل چاپ ویسا ورځپاڼې په دې اړه په خپلې ننۍ ګڼې کښې یوه(۱) مقاله چاپ کړی ده چې په دې ډول ده .
دپاکستان ملی پارلمان بالاخره د رایو په اکثریت سره دغه فیصله وکړه چې قبایلی سیمې له خیبر پښتونخوا صوبې سره یو ځاې شی .
پاکستان له تیرو اولسو (۱۷)کلونو راهسې تراوسه پورې په ډیر مهارت سره او ګام په ګام په دې لور حرکت کاوه او پاکستان زیات کلونه له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه ډیر قبایلی مشران ووژل او په پاکستان کښې دمنظور پشتون(Manzoor Pashteen) لخوا د پښتنو د ژغورنې غورځنګ(Pashtun Tahafuz Movement) هم د پاکستان د پوځ د اوږدې مودې ظلمونو په نتیجه کښې رامینځته شو .
خو په دغو ډیرو کلونو کښې پاکستان په ډیر مهارت او هوښیارۍ سره قبایل په دې ډول وځپل چې هم یې ددغه ځپنې په وجه له امریکا امتیاز ترلاسه کړ او هم یې د هیواد په داخل کښې داسې فضا رامینځته کړه چې داسلام اباد په وروستی اقدام اعتراض کښې چې قبایلی سیمې یې له خیبر پښتونخوا صوبې سره یوځاې کړې هیڅ غبرګون ونه ښودل شی .
دپاکستان د ملی پارلمان غړی او د پښتونخوا ملی عوامی ګوند مشر محمود خان اچکزی هم د ملی پارلمان دفیصلې په ارتباط ویلی دی د اسلام اباد دچارواکو دغه اقدام دهغوې چلول په ښه ډول ثابتوی .
اچکزی وویل دپاکستان ملی پارلمان د داسې مسلې په اړه چې له تیرو سلو (۱۰۰)کلونو راهسې د شخړې وړ وه په دریو(۳) دقیقو کښې فیصله وکړه .
دلته څو خبرې ډیرې مهمې دی او هغه دا چې دپاکستان قبایل او ډیورینډر(Durand Line) کرښه دافغانستان له خلکو او ددغه هیواد له برخلیک سره نیغ په نیغه ارتباط لری .
دافغانستان له پخوانی ولسمشر حامد کرزی پرته چې د ډیورینډ کرښې او د قبایلو په اړه دهغه نظر او دریځ د افغانستان له ملی ګټو سره غږمله وو له بده مرغه د افغانستان اوسنیو حکومتی چارواکو په دې مهمې مسلې کښې د ملی خیانت تر حده پورې دریځ غوره کړی دی .
د افغانستان لخوا له پاکستان سره د امنیتی تفاهم لیک د سندونو لاسلیک کول اصلا یو ډول دپاکستان د لاسونو خلاص پریښودل وو چې د قبایلو او د ډیورینډسرحدی کرښې په باب د مبهم تړون پرضد عمل وکړی .
په تیرو څلورو(۴) کلونو کښې په هر تیری چې د قبایلو او دډیورینډ کرښې پرضد شوی دی د افغانستان د حکومت لخوا هیڅ رسمی اعتراض نه دی شوی .
له بده مرغه دافغانستان دحکومت داعتراض نه کول په هماغه اندازه چې دافغانستان دحکومت او د چارواکو نالایقتوب او ددغه هیواد د ملی ګټو پرضد دهغوې کړچار ثابتوی له هغه ډیر یو بل تریخ حقیقت هم ثابتوی او هر هغه څه چې دافغانستان حکومت یې ترسره کوی د امریکا په اشارې او حکم سره دی .
پاکستان په ډیر مهارت سره په دې زمینه کښې دامریکا ملاتړ لاس ته راوړی دی .
د افغانستان د لوری جفا دا ده چې خپلو دوو(۲) بادارانو (اربابانو) امریکا او پاکستان ته د کلنګ او باج په ورکولو سره یې خپل ملت محکوم کړی دی .
دافغانستان د ملی امنیت سلاکار حنیف اتمر پرون په دې خاطر پاکستان ته ورغی چې دسولې د خبرو په نوم د پاکستان د وروستیو فیصلو په اپوټه د افغانستان خلک غبرګون ونه ښی او د پاکستان دحکومت د فیصلو په اړه د افغانستان د ولسمشرۍ د ماڼۍ غبرګون بې معنا او بې ارزښته دی .
خو له دغو ټولو جفاګانو ، چلولونو او دوه مخ توب سره سره چې دامریکا ، د افغانستان او دپاکستان د حکومتونو لخوا د افغانستان له خلکو سره کیږی دا حقیقت په خپل ځای شته چې ډیورینډ کرښه منل شوی سرحد نه دی او ددغه سرحدی کرښې په اړه فیصله به د ډیورینډ کرښې دواړو خواو ته پراته خلک وکړی او د ډیورینډ کرښې بلې خوا ته د پښتنو په اړه د امریکا او دپاکستان ګډه دسیسه یوه دائمی فیصله نشی کیدلای او نه هم د پردیو تر سیوری لاندې د کابل بې واکه چارواکی کومې سترې فیصلې کولای شی او دغه بې حسیانې او دسیسې دافغانستان د خلکو غمیزې نورې هم اوږدولی او زیاتولی شی .
لیکوال عاشق حسین طوری
دتهران راډیو دپښتو خپرونې مدیر
د۲۰۱۸ میلادی کال د می دمیاشتې ۲۸ نیټه