د پاکستان د بلوچستان صوبی په مرکز کی دوه پولیس ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i72184-د_پاکستان_د_بلوچستان_صوبی_په_مرکز_کی_دوه_پولیس_ووژل_شول
د پاکستان په جنوب لویدیځ کی، د کویټی ښار د پولیسو په ځواکونو د یرغلګرو په حمله کی، لږ تر لږه دوه پولیسان ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 28, 2018 07:45 Asia/Kabul
  • د پاکستان د بلوچستان صوبی په مرکز کی دوه پولیس ووژل شول

د پاکستان په جنوب لویدیځ کی، د کویټی ښار د پولیسو په ځواکونو د یرغلګرو په حمله کی، لږ تر لږه دوه پولیسان ووژل شول.

له اسلام آباد څخه زموږ د خبریال د راپور له مخی؛ د بلوچستان صوبی د مرکز( کویټی ښار ) د پولیسو مرستیال« عبدالرزاق چیمه » اعلان وکړ: د پولیسو په ځواکونو، په موټر سایکل د سپاره ؤو یرغلګرو په ‌ډزو سره، دوه امنیتی ځواکونه ووژل شول.

نوموړی وویل: له دغې حملې وروسته؛ د پولیسو ځواکونو په یرغلګرو ډزې وکړې، چی له کبله یی دوه حمله کونکی په هلاکت رسیدلی، او بل یو یی چی ټپی شوئ ؤ، د پیښی له ځای څخه وتښتید.

د پولیسو له قوله، پدې نښته کی ۴ غیر پوځیان هم ټپیان شوی، چی د یو تن حال مرګونئ دئ.