دپاکستان موقته لومړی وزیر وټاکل شو
-
دپاکستان موقته لومړی وزیر ناصر الملک د خیبر پښتونخوا صوبې د سوات په مینګوره سیمه کښې زیږیدلی .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان حکومت او مخالف پیپلز ګوند د موقته لومړی وزیر لپاره د سترې محکمې د پخوانی قاضی ناصر الملک نوم اعلان کړ .
دپاکستان په ملی پارلمان کښې د حکومت دمخالف پیپلز ګوند یوه مشر خورشید شاه له لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی سره یوځاې په اسلام اباد کښې په یوه خبری کانفرنس کښې د موقته لومړی وزارت لپاره د سترې محکمې د پخوانی قاضی ناصر الملک نوم اعلان کړ .
دپاکستان دپیپلز ګوند یوه مشر خورشید شاه وویل د موقته لومړی وزیر دنوم په هکله په یوه خوله کیدل زمونږ لپاره ډیر ستر چیلنج وو او ناصر الملک زمونږ لپاره ډیر د عزت او داحترام وړ کس دی .
دپاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی هم وویل چې د ناصر الملک ټاکل به د هیواد دډیموکراټیکې پروسې لپاره ډیره ګټه ولری .
هغه وویل موقته لومړی وزیر داسې کس ټاکل شوی دی چې ښه مخینه لری .
دپاکستان موقته لومړی وزیر ناصر الملک د خیبر پښتونخوا صوبې د سوات په مینګوره سیمه کښې زیږیدلی او هغه دپیښور د لوړې محکمې قاضی او بیا د سترې محکمې قاضی پاتی شوی دی