دګلګت بلتستان خلک دخپلوحفه حقوقو لپاره چغې وهی
وروستی راپورونه ښئ د ګلګت بلتستان ځای حکومت د پاکستان د مرکزی حکومت په ملاتړ سره د دغې سیمې لپاره یو لړ یو اړخیز اصلاحات کړی دی ، چې د دغې سیمې زیاتره خلکو په بشپړ ډول رد کړی او اعلان ئې کړی ، چې د دغو اصلاحاتو داجرا په بڼه کې توپیری اقدامات کیږی ، چې د دغې سیمې زیاتره اکثریت ئې هیڅکله هم نه منی .
زمونږخبریال د اسلام ټایمز خپرونې له قوله راپورراکوی د پآکستان دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ عمومی منشی علامه ناصر عباس جعفری نن په اسلام اباد کې په خبری کنفرانس کې وئیلی دی ، د دوی غورځنګ په بشپړ ډول دګلګت بلتستان له خلکو سره ولاړ دی ، مونږ تل د هغو درستو مظلومانو ملاتړ کړی دی ، کوم چې د خپل هویّت او ملیّت د په رسمیّت پیژندنې غوښتنه کوی ، خو نالایق حکومت قصدا د خلکو حقوق چخڼی کوی ، خو باید یاد وساتی چې یوه ورځ به د مظلومانو حق ورکوی.
وروستی راپورونه ښئ د ګلګت بلتستان ځای حکومت د پاکستان د مرکزی حکومت په ملاتړ سره د دغې سیمې لپاره یو لړ یو اړخیز اصلاحات کړی دی ، چې د دغې سیمې زیاتره خلکو په بشپړ ډول رد کړی او اعلان ئې کړی ، چې د دغو اصلاحاتو داجرا په بڼه کې توپیری اقدامات کیږی ، چې د دغې سیمې زیاتره اکثریت ئې هیڅکله هم نه منی.
علامه ناصر عباس وئیلی دی ، دګلګت بلتستان د ۲۰۱۸کال آرډر غیر آئینی او د ښآریزو د بنیادی حقوقو په اپوټه اقدام دی او د ګلګت بلتستان ولس دغه په زور تپونکی اقدام هیڅکله هم نه منی . مجلس وحدت مسلمین غورځنګ په جی بی سیمې کې د ولس له خوا د قانونی او آئینی حقوقو د ترلاسه کولو په هلو ځلو کې په بشپړ ډول د دغې سیمې له خلکو سره ولاړ دی . هغه روښانه کړې د جی بی خلک خپل آئینی حقوق غواړی ، یو داسې کس چې د سیمې خلکو اصلا انتخاب کړی نه دی ، هغه ته بشپړ اختیارات ورکړل شوی او د ګلګت بلتستان پر خلکو یو وائسرائ جوړ کړائ شوی دی . علامه صیب په ډاګه کړی ، ځینی کړۍ یو ځل بیا دګلګت بلتستان سیمې د حالاتو دترینګلی کولو هڅه کوی دا ډیره حساسه سیمه ده او مرکزی او ځای حکومت دې په هوش کې شی ، که د دغو مظلومو خلکو دحقوقو په باب انصاف اوعدالت ونه شی ، نو هیڅ لیرې نه ده چې حالات به بیا د هیچا په کنټرول کې نه وی اودرسته ذمه واری به هم د پاکستان حکومت په لوړ پوړو چارواکو او مسئولو اورګانونو وی .