دپاکستان موقته لومړی وزیرسوګند پورته کړ
-
ناصر الملک څو ورځې مخکې د لومړي وزیر شاهد خان عباسي پرځاې د موقته لومړي وزیر په توګه غوره شوی وو .
زمونږخبریال وایی ناصر الملک(Nasirul Mulk) د پاکستان دموقته لومړی وزیر په توګه نن لوړه وکړه .
دپاکستان ولسمشر ممنون حسین ، د حکومت او دپوځ نورو لوړرتبه چارواکواو سیاسی شخصیتونو دولسمشرۍ په ماڼۍ کښې د موقته لومړی وزیر ناصر الملک د لوړې په دستورو کښې ګډون وکړ .
ناصر الملک څو ورځې مخکې د لومړی وزیر شاهد خان عباسی پرځاې د موقته لومړی وزیر په توګه غوره شوی وو .
ناصر الملک د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې لخوا معرفی شوی کاندید دی .
د پاکستان د لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی دحکومت فعالیت بیګا پاې ته ورسید او ناصر الملک به له نن څخه دروان میلادی کال د جولاۍ دمیاشتې تر پینځویشتمې(۲۵) نیټې پورې چې د پارلمان انتخابات کیږی دحکومت چارې په لاس کښې ولری .
دپاکستان موقته لومړي وزیر ناصر الملک د لوړې له دستورو وروسته له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل چې انتخابات به په ټاکلي نیټه وشي او زه به داسې کابینه جوړه کړم چې شمیر یې کم وي .