حضرت امام خمینی ره؛ د مسلمانانو ترمنځ د وحدت منادی ؤ
Jun 02, 2018 09:37 Asia/Kabul
د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین ګوند د عمومی منشی مرستیال وویل: حضرت امام خمینی ره؛ د مسلمانانو په منځ کی د وحدت او یو والی منادی ؤ.
زموږ د خبریال د راپور په اساس« ناصر شیرازی » د امام خمینی ره د ملکوتی رحلت د ۲۹ کالیزې په درشل کی زیاته کړه: دوی؛ د حقیقت په بیانولو، له مظلوم څخه په دفاع کولو، او له ستمګر سره په مقابله کی یوه شیبه شک ونه کړ، او د انقلابی لارې په دوام کی یی خطا ونه کړه.
د اسلامی انقلاب بریالیتوب، استکباری قدرتونه وویرول، او دغه انقلاب وښودل؛ چی یو ؤلس حتی په تش لاس کولای شی د نړیوالو قدرتونو په معادلو او محاسباتو کی، د سترو بدلونونو سرچینه شی.
د ۱۳۹۷ هجری لمریز کال ۱۴ نیټه؛ د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټګر« امام خمینی ره » د رحلت له ۲۹ کالیزې سره برابره ده.
ټیګونه