شاهدخاقان عباسی وزیرانو ته د لوکس ګاډو دډالۍحق نه درلود
دپاکستان مشر قاضی همداراز له لیرې کړائ شوی لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی غوښتی دی ، د دغه هیواد سپریم کورټ ته دې د لوکس ګاډو داخستو د بجټ د تامینولو د ځای په باب بشپړ راپور وړاندې کړی .
تسنیم خبری آژانس راپورورکړی ، دپاکستان دسترې محکمې یا سپریم کورټ مشر قاضی ثاقب نثار نن په لوړ څرګندونو کې وئیلی دی ،تازه لیرې کړائ شوی لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی هیڅ حق نه درلود ، چې د مسلم لیګ ن څانګې وزیرانو ته دومره لوکس او ګران بیّه ګاډی ډالۍ کړی .
دپآکستان مشر قاضی همداراز لیرې کړائ شوی لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی غوښتی دی ، د دغه هیواد سپریم کورټ ته دې د لوکس ګاډو داخستو د بجټ د تامینولو د ځای په باب بشپړ راپور وړاندې کړی .
دپاکستان مرکزی حکومت د کار له ختمیدو سره په یووخت ، شاهد خاقان عباسی دحکومت دیرشو وزیرانو ته ډیر زیات لوکس او ګران بیّه ګاډی ډ الۍ کړی دی .
د پآکستان دسترې محکمې په حکم سره دپخوانی حکومت وزیران دنده لری ، دغه ګاډی بیرته قومی خزانې ته ستانۀ کړی څو حکومتی ادارې ورځینی سمه استفاده وکړی .