شاهدخاقان عباسی وزیرانو ته د لوکس ګاډو دډالۍحق نه درلود
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i72578-شاهدخاقان_عباسی_وزیرانو_ته_د_لوکس_ګاډو_دډالۍحق_نه_درلود
دپاکستان مشر قاضی همداراز له لیرې کړائ شوی لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی غوښتی دی ، د دغه هیواد سپریم کورټ ته دې د لوکس ګاډو داخستو د بجټ د تامینولو د ځای په باب بشپړ راپور وړاندې کړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 02, 2018 15:04 Asia/Kabul
  • شاهدخاقان عباسی وزیرانو ته د لوکس ګاډو دډالۍحق نه درلود

دپاکستان مشر قاضی همداراز له لیرې کړائ شوی لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی غوښتی دی ، د دغه هیواد سپریم کورټ ته دې د لوکس ګاډو داخستو د بجټ د تامینولو د ځای په باب بشپړ راپور وړاندې کړی .

 تسنیم  خبری آژانس راپورورکړی ، دپاکستان دسترې محکمې یا سپریم کورټ  مشر قاضی ثاقب نثار  نن په لوړ څرګندونو کې وئیلی دی ،تازه لیرې کړائ شوی لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی هیڅ حق نه  درلود ، چې  د مسلم لیګ ن څانګې وزیرانو ته دومره لوکس او ګران بیّه ګاډی ډالۍ کړی .

 دپآکستان مشر قاضی  همداراز  لیرې کړائ شوی  لومړی وزیر شاهد خاقان عباسی غوښتی دی ،  د دغه هیواد سپریم کورټ ته دې  د لوکس   ګاډو داخستو  د بجټ د تامینولو د ځای په باب بشپړ  راپور وړاندې کړی .

 دپاکستان  مرکزی حکومت د  کار له ختمیدو سره په یووخت ، شاهد خاقان عباسی  دحکومت دیرشو وزیرانو ته  ډیر زیات  لوکس او ګران بیّه  ګاډی  ډ الۍ کړی دی .

 د پآکستان  دسترې محکمې  په حکم سره  دپخوانی حکومت  وزیران دنده لری ، دغه ګاډی بیرته  قومی خزانې ته ستانۀ کړی څو  حکومتی ادارې ورځینی  سمه استفاده وکړی .