امام خمینی رح د اسلامی نړۍ دویښتا لپاره ډیره هڅه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i72600-امام_خمینی_رح_د_اسلامی_نړۍ_دویښتا_لپاره_ډیره_هڅه_وکړه
زمونږ خبریال وایی په پاکستان کښې د مشهورو مذهبی او سیاسی شخصیتونو په ګډون سره د ایران د اسلامی انقلاب د بنسټګر حضرت امام خمینی رحمت الله علیه د افکارو او د تفکرونو غونډه وشوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 03, 2018 01:42 Asia/Kabul
  • دقدس د مسلې ژوندي ساتل د حضرت امام خمیني رحمت الله یو(۱) ستر کار دی .
    دقدس د مسلې ژوندي ساتل د حضرت امام خمیني رحمت الله یو(۱) ستر کار دی .

زمونږ خبریال وایی په پاکستان کښې د مشهورو مذهبی او سیاسی شخصیتونو په ګډون سره د ایران د اسلامی انقلاب د بنسټګر حضرت امام خمینی رحمت الله علیه د افکارو او د تفکرونو غونډه وشوه .

دغه غونډه د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټګر حضرت امام خمینی رحمت الله علیه د رحلت د نهویشتمې (۲۹)کلیزې په مناسبت دپاکستان په پنډۍ ښار کښې دایران داسلامی جمهوریت په کلتور خونې (خانه فرهنګ ) کښې وشوه .

په دغه غونډې کښې دپاکستان دشیعه مسلمانانو مشر علامه ساجد علی نقوی ، د اهل سنتو نامتو شخصیت اصف لقمان قاضی ، د پاکستان دځوانانو د ډلې مشر عبدالله ګل ، د پاکستان دشیعه دعلماو دشورا منشی علامه عارف واحدی او یوشمیر نورو سیاسی اومذهبی شخصیتونو ګډون درلود .

د پاکستان داهل سنتو نامتو شخصیت اصف لقمان قاضی په دغه غونډې کښې داسلامی امت وحدت د حضرت امام خمینی رحمت الله علیه یوه (۱) ځانګړتیا وبلله او ویې ویل دقدس د مسلې ژوندی ساتل د حضرت امام خمینی رحمت الله علیه  یو(۱) ستر کار دی او  اسلامی نړۍ ته د هغه یو ترټولو ستر خدمت وو .

د پاکستان دځوانانو د ډلې مشر عبدالله ګل هم وویل حضرت امام خمینی رحمت الله علیه د اسلامی نړۍ د وحدت لپاره مهم رول ولوبوه .

د پاکستان دشیعه مسلمانانو مشر علامه ساجد علی نقوی هم په دغه غونډې کښې وویل نن سبا په هیواد کښې د ترهګرو او سرزورو ډلو له شتون سره سره  د مسلمانانو دوحدت کتونکی یوو چې دغه چاره د امام خمینی رحمت الله علیه د افکارو په وجه ده .

دپاکستان د شیعه علماو د شورا منشی علامه عارف واحدی هم وویل امام خمینی رحمت الله علیه په رښتیونی ارادې سره د مسلمانانو او داسلامی نړۍ د ویښتیا لپاره هڅه وکړه .

هغه امام خمینی رحمت الله علیه دمسلمانانو د  ویښتیا دغورځنګ او د نړیوال استعمار په وړاندې د مقاومت  پیلونکی وباله .

د ۱۳۹۷ هجری لمریز کال د غبرګولی دمیاشتې څوارلسمه(۱۴) نیټه د ۲۰۱۸ میلادی کال دجون دمیاشتې له څلورمې(۴) او د روژې دمبارکې میاشتې له نولسمې(۱۹) نیټې سره سمون خوری چې دایران داسلامی انقلاب دبنسټګر حضرت امام خمینی رحمت الله علیه د رحلت  د دیرشمې(۳۰) کلیزې پیل هم دی .

په همدې مناسبت هرکال په تهران کښې دحضرت امام خمینی رحمت الله علیه په سپیڅلی حرم کښې د ایران او دنړۍ دمختلفو هیوادونو د خلکو په پراخ ګډون سره د هغه درحلت ځانګړی مراسم ترسره کیږی .