له ایران سره د پوله یزوشخړو په باب رغنده خبرې روانې دی
پاکستان له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په لاره کې د افغانستان ملاتړی دی دی او په دغه هیواد ثبات او امنیت د خپل او درستې سیمې امنیت او ثبات ګڼی
زمونږخبریال راپورراکړ دپاکستان د پوځ ویندوی جنرال آصف غفور پرون دپآکستان دپوځ په مرکز پنډۍ کې په خبرې ناستې کې ووئیل و ایران ته تیر کال پآکستان دپوځ د عمومی قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه له سفره وروسته د دواړو هیوادونو په سرحدی سیمو کې دامنیت د تامینولو په زمینې کې په ملګرتیاؤ کې مثبتې اغیزې لیدل شوی شوی دی .
دپآکستان د پوځ آئی ایس پی آر مسئول او دپوځ ویندوی ټینګار کړی ، له اسلامی ایران سره دپآکستان د ګډو پولو وضعیّت په ښه کیدو دی او ترهه ګر ،اشرار او نور ورانکار په دغو سیمو کې نوره بې ثباتی نشی رامینځةکولی . هغه له امریکا سره د دغه هیواد داړیکو او دغه راز دافغانستان داوسنیو حالاتو په باب هم ووئیل ، دپآکستان په اندازه یو هیواد هم په افغانستان کې د بشبړ کراری اوثبات غوښتونکی نه دی . جنرال آصف غفور دغه راز په سیمې اوافغانستان کې د امریکا دسیاستونو ناکامی دپاکستان په ضد دواشنګټن د تور لګونې دلیل وباله او وې وئیل ، پاکستان له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په لاره کې د افغانستان ملاتړی دی . د پآکستان د پوځ ویندوی همدرااز ووئیل په پاکستان کې د ولسی حکومت دخپلې نیټې پوره کول ډیره ښه خبره ده او ډاډمن یوو چې سږکال به راتلونکی عام انتخابات هم په درست هیواد کې په کرار اوشفاف ډول پخپل ټاکی وخت ترسره شی .