د پاکستان نوی شپږ کسیزه کابینې سوګند پورته کړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i72730-د_پاکستان_نوی_شپږ_کسیزه_کابینې_سوګند_پورته_کړ
زمونږ خبریال وایی دپاکستان شپږ(۶) کسیزه فیډرال کابینې نن په اسلام اباد کښې د ولسمشر په شتون کښې لوړه وکړه کومه به د انتخاباتو تر ختمیدا پورې دهیواد په اداره کولو کښې له موقته لومړی وزیر متقاعد قاضی ناصر الملک(Nasirul Mulk) سره مرسته وکړی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 05, 2018 08:02 Asia/Kabul
  • د پاکستان ددغه شپږو(۶) وزیرانو د وزارتونو  نومونه به زر اعلان شي .
    د پاکستان ددغه شپږو(۶) وزیرانو د وزارتونو نومونه به زر اعلان شي .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان شپږ(۶) کسیزه فیډرال کابینې نن په اسلام اباد کښې د ولسمشر په شتون کښې لوړه وکړه کومه به د انتخاباتو تر ختمیدا پورې دهیواد په اداره کولو کښې له موقته لومړی وزیر متقاعد قاضی ناصر الملک(Nasirul Mulk) سره مرسته وکړی .

د پاکستان د شپږ(۶) کسیزه فیډرال کابینې په غړیو  کښې د حکومتی بانک(tate Bank of Pakistans) پخوانی مشر ډاکټر شمشاد اختر،  روشن خورشید، وکیل علی ظفر ، په امریکا کښې د پاکستان پخوانی سفیر عبدالله حسین هارون ، اعظم خان  او محمد یوسف شیخ شامل دی .

د کابینې دلوړې په دستورو کښې په موقته لومړی وزیر ناصر الملک سربیره نورو شخصیتونو هم ګډون وکړ .

د پاکستان ددغه شپږو(۶) وزیرانو د وزارتونو  نومونه به زر اعلان شی .

د پاکستان موقته کابینه به د روان میلادی کال  د جولاۍ دمیاشتې په پینځویشتمه(۲۵) نیټه په انتخاباتو کښې دنوی حکومت تر جوړیدا پورې خپل کار ته دوام ورکړی .