د پاکستان نوی شپږ کسیزه کابینې سوګند پورته کړ
-
د پاکستان ددغه شپږو(۶) وزیرانو د وزارتونو نومونه به زر اعلان شي .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان شپږ(۶) کسیزه فیډرال کابینې نن په اسلام اباد کښې د ولسمشر په شتون کښې لوړه وکړه کومه به د انتخاباتو تر ختمیدا پورې دهیواد په اداره کولو کښې له موقته لومړی وزیر متقاعد قاضی ناصر الملک(Nasirul Mulk) سره مرسته وکړی .
د پاکستان د شپږ(۶) کسیزه فیډرال کابینې په غړیو کښې د حکومتی بانک(tate Bank of Pakistans) پخوانی مشر ډاکټر شمشاد اختر، روشن خورشید، وکیل علی ظفر ، په امریکا کښې د پاکستان پخوانی سفیر عبدالله حسین هارون ، اعظم خان او محمد یوسف شیخ شامل دی .
د کابینې دلوړې په دستورو کښې په موقته لومړی وزیر ناصر الملک سربیره نورو شخصیتونو هم ګډون وکړ .
د پاکستان ددغه شپږو(۶) وزیرانو د وزارتونو نومونه به زر اعلان شی .
د پاکستان موقته کابینه به د روان میلادی کال د جولاۍ دمیاشتې په پینځویشتمه(۲۵) نیټه په انتخاباتو کښې دنوی حکومت تر جوړیدا پورې خپل کار ته دوام ورکړی .