سیدپرویزمشرف دپارلیمانی انتخاباتو کاندید کیدلی شی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i72860-سیدپرویزمشرف_دپارلیمانی_انتخاباتو_کاندید_کیدلی_شی
دپاکستان دسترې محکمې یا سپریم کورټ مشر قاضی ثاقب نثار ددې خبرې په اعلانولو سره چې پرویز مشرف که د محکمې په غونډې کې حاضر شی ، نو وبه نه نیول شی ، ووئیل ؛ هغه باید د جولائی په دیارلسمه نیټه دمحکمې په غونډې کې حاضر شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 07, 2018 11:09 Asia/Kabul
  •   سیدپرویزمشرف دپارلیمانی انتخاباتو کاندید کیدلی شی

دپاکستان دسترې محکمې یا سپریم کورټ مشر قاضی ثاقب نثار ددې خبرې په اعلانولو سره چې پرویز مشرف که د محکمې په غونډې کې حاضر شی ، نو وبه نه نیول شی ، ووئیل ؛ هغه باید د جولائی په دیارلسمه نیټه دمحکمې په غونډې کې حاضر شی .

 ایرناخبری اژانس راپور ورکړی ،  دپاکستان  سترې محکمې یا سپریم کورټ    په پارلیمانی انتخاباتو کې د ګډون لپاره د  دغه هیواد پخوانی  ولسمشر او د پوځ پخوانی عمومی قوماندان  سید پرویز مشرف  له کاندید کیدا سره موافقه کړې ده .

 دپاکستان دپخوانی ولسمشر  وکیل  نن  په سترې محکمې کې   په انتخاباتو کې د ګډون لپاره    دپرویز مشرف تر تر تله د صلاحیّت  د سلبولو په باب  د پیښور هائی کورټ     څو کلنه مخکې فیصله   چیلنج کړه .

 دپاکستان دسترې محکمې یا سپریم کورټ مشر قاضی ثاقب نثار  ددې خبرې په اعلانولو سره چې  پرویز مشرف که  د  محکمې په غونډې کې حاضر شی ، نو وبه  نه نیول شی ، ووئیل ؛ هغه باید د جولائی په دیارلسمه نیټه  دمحکمې په غونډې کې حاضر شی .

  له دې مخکې  هم د  آل پاکستان مسلم لیګ ( اې پی ایم ایل ) په نامې سره د  پرویز مشرف په مشرۍ سیاسی ګوند  اعلان کړی ؤ ، چې  سید پرویز مشرف  د  روژې دمبارکې میاشتې له اختر وروسته  خپل هیواد ته بیرته راګرځی .