د پښتون ژغورنې غورځنګ په یوه مشر بندیز لګیدلی
Jun 09, 2018 01:53 Asia/Kabul
-
په جنوبي وزیرستان کښې له تیرو څلورو(۴) ورځو راهسې کرفیو لګیدلي ده .
زمونږ خبریال وایی دپاکستان د شمالی وزیرستان ځایی حکومت دپشتون تحفظ غورځنګ (Pashtun Tahaffuz Movement (PTM))په یوه مشر محسن داوړ(Mr Mohsin Dawar) بندیز ولګاوه او هغه درې (۳)میاشتې دغه قبایلی سیمې ته نشی ورتللی .
دپاکستان دشمالی وزیرستان ځایی واکمن پولیټیکل ایجنټ په یوې بیانیې کښې وویل د پښتون تحفظ غورځنګ یو مشر محسن داوړ په سیمه کښې امنیت او پخلاینه خرابوی او هغه د لسمونکو څرګندونو په وسیله خلک د هیواد پرضد پاڅیدا ته هڅوی .
بل خبر دا چې دجنوبی وزیرستان د پولټیکل انتظامیې او د احمد زی وزیر قبیلې د یوسل پینځویشت(۱۲۵) کسیزه جرګې ترمینځ له بریالیو خبرو وروسته په جنوبی وزیرستان کښې ګرځبندیز یا کرفیو ختمه کړې شوه .
په جنوبی وزیرستان کښې له تیرو څلورو(۴) ورځو راهسې کرفیو لګیدلی ده