د پښتون ژغورنې غورځنګ په یوه مشر بندیز لګیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i72940-د_پښتون_ژغورنې_غورځنګ_په_یوه_مشر_بندیز_لګیدلی
زمونږ خبریال وایی دپاکستان د شمالی وزیرستان ځایی حکومت دپشتون تحفظ غورځنګ (Pashtun Tahaffuz Movement (PTM))په یوه مشر محسن داوړ(Mr Mohsin Dawar) بندیز ولګاوه او هغه درې (۳)میاشتې دغه قبایلی سیمې ته نشی ورتللی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 09, 2018 01:53 Asia/Kabul
  • په جنوبي وزیرستان کښې له تیرو څلورو(۴) ورځو راهسې کرفیو لګیدلي ده .
    په جنوبي وزیرستان کښې له تیرو څلورو(۴) ورځو راهسې کرفیو لګیدلي ده .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان د شمالی وزیرستان ځایی حکومت دپشتون تحفظ غورځنګ (Pashtun Tahaffuz Movement (PTM))په یوه مشر محسن داوړ(Mr Mohsin Dawar) بندیز ولګاوه او هغه درې (۳)میاشتې دغه قبایلی سیمې ته نشی ورتللی .

دپاکستان دشمالی وزیرستان ځایی واکمن پولیټیکل ایجنټ په یوې بیانیې کښې وویل د پښتون تحفظ غورځنګ یو مشر محسن داوړ په سیمه کښې امنیت او پخلاینه خرابوی او هغه  د لسمونکو څرګندونو په وسیله خلک د هیواد پرضد پاڅیدا ته  هڅوی .

بل خبر دا چې دجنوبی وزیرستان د پولټیکل انتظامیې او د احمد زی وزیر قبیلې د یوسل پینځویشت(۱۲۵) کسیزه جرګې ترمینځ له بریالیو خبرو وروسته په جنوبی وزیرستان کښې ګرځبندیز یا کرفیو ختمه کړې شوه .

په جنوبی وزیرستان کښې له تیرو څلورو(۴) ورځو راهسې کرفیو لګیدلی ده