د پاکستان د پوځ مشر نن کابل ته ورځی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i73176-د_پاکستان_د_پوځ_مشر_نن_کابل_ته_ورځی
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه نن (سه شنبه) د امنیتی پلاوی په مشرۍ کابل ته سفر کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 12, 2018 02:01 Asia/Kabul
  • د ملي يووالي حکومت يوې سرچينې هم کابل ته د  پاکستان دپوځ د مشر جنرال باجوه د ورتګ  خبره تاييد کړه.
    د ملي يووالي حکومت يوې سرچينې هم کابل ته د پاکستان دپوځ د مشر جنرال باجوه د ورتګ خبره تاييد کړه.

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه نن (سه شنبه) د امنیتی پلاوی په مشرۍ کابل ته سفر کوی .

دپاکستان رسنیو راپور ورکړی  د دغه هېواد د پوځ مشر به دافغانستان له حکومتی چارواکو سره د سولې او ټیکاو او له طالبانو سره د خبرو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړی.

له بلې خوا د ملی یووالی حکومت یوې (۱)سرچینې هم کابل ته د  پاکستان دپوځ د مشر جنرال باجوه د ورتګ  خبره تایید کړه.

د جنرال باجوه په مشرۍ د پاکستان امنیتی پلاوی په داسې حال کې کابل ته سفر کوی چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د ملی امنیت شورا د سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته تللی و او د دغه هېواد د پوځ مشر ته یې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غنی له خوا کابل ته د سفر  بلنه ورکړی وه .