د پاکستان د پوځ مشر نن کابل ته ورځی
Jun 12, 2018 02:01 Asia/Kabul
-
د ملي يووالي حکومت يوې سرچينې هم کابل ته د پاکستان دپوځ د مشر جنرال باجوه د ورتګ خبره تاييد کړه.
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه نن (سه شنبه) د امنیتی پلاوی په مشرۍ کابل ته سفر کوی .
دپاکستان رسنیو راپور ورکړی د دغه هېواد د پوځ مشر به دافغانستان له حکومتی چارواکو سره د سولې او ټیکاو او له طالبانو سره د خبرو په اړه بحث او د نظر تبادله وکړی.
له بلې خوا د ملی یووالی حکومت یوې (۱)سرچینې هم کابل ته د پاکستان دپوځ د مشر جنرال باجوه د ورتګ خبره تایید کړه.
د جنرال باجوه په مشرۍ د پاکستان امنیتی پلاوی په داسې حال کې کابل ته سفر کوی چې څو ورځې وړاندې د افغانستان د ملی امنیت شورا د سلاکار محمد حنیف اتمر په مشرۍ یو پلاوی پاکستان ته تللی و او د دغه هېواد د پوځ مشر ته یې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غنی له خوا کابل ته د سفر بلنه ورکړی وه .