په باجوړسرحدی سیمې کې زیاته وسله اوچاودیدونکی توکی ونیول شول
ترهه ګرو نیّت درلود له دغو وسلو اومهماتو په باجوړ کې دنیکمرغه کوچنی اختر په موقعې ورانکار عملیات وکړی ، خو په موقعې د امنیتی ځواک په عملیاتو سره دغه دسیسه شنډه شوی او نامعلومو قاچاقبرو په خلاف پلټونکی عملیات هم پیل شوی دی .
زمونږخبریال د جنګ انټرنیټی سایټ له قوله راپورراکړ د پاکستان په باجوړ سرحدی سیمې کې د امنیتی مامورانو داطلاعاتو په اساس په پولې کې یو لړ پاکونکی عملیات ترسره کړی ، چې په نیتجې کې ئې زیات شمیر وسله ، مهمات ،تجهزات اوچاودیدونکی توکی کشف اوضبط کړی دی .
راپورښئ امینتی سرچینو وئیلی دی ، ترهه ګرو نیّت درلود له دغو وسلو اومهماتو په باجوړ کې دنیکمرغه کوچنی اختر په موقعې ورانکار عملیات وکړی ، خو په موقعې د امنیتی ځواک په عملیاتو سره دغه دسیسه شنډه شوی او نامعلومو قاچاقبرو په خلاف پلټونکی عملیات هم پیل شوی دی .
په راپور کې وئیل شوی دی په کشف شوو وسلو کې ماینونه ، راکت لانچر، دهاوان ګولۍ ، ریموټ کنټرول بمونه ، لاسی بمونه ، په زرګونو میرمی ا و په لسګونو کلوګرامه چاودیدونکی توکی شامل دی .