پاکستان طالبان په ښو او بدو ډلو نه ویشی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i73794-پاکستان_طالبان_په_ښو_او_بدو_ډلو_نه_ویشی
تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان دباندنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل وویل اسلام اباد طالبان په ښو او بدو ډلو نه ویشی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 23, 2018 00:03 Asia/Kabul
  • د پاکستان د طالبانو دترهګرې ډلې مشر ملا فضل الله په کونړ ولایت کښې هلاک شوی او دا یو(۱) ښه پیغام لرلی شي .
    د پاکستان د طالبانو دترهګرې ډلې مشر ملا فضل الله په کونړ ولایت کښې هلاک شوی او دا یو(۱) ښه پیغام لرلی شي .

تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان دباندنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل وویل اسلام اباد طالبان په ښو او بدو ډلو نه ویشی .

هغه وویل پاکستان د ښو او دبدو طالبانو ترمینځ توپیر  ته قائل نه دی او دغه دوې(۲) ډلې د ایډیالوژۍ له نظره له یوبل سره هیڅ فرق نلری .

محمد فیصل وویل پاکستان دهر هغه اقدام چې د افغانستان او د پاکستان  دښو اړیکو د رامینځته کیدا سبب کیږی هرکلی کوی او اوس د کابل د مشرانو نوبت دی  فیصله وکړی له کومې رودې استفاده کول غواړی چې په خپل هیواد کښې یې  امنیت راشی .

دپاکستان دبهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل وویل د پاکستان د طالبانو دترهګرې ډلې مشر ملا فضل الله د افغانستان په ختیځ کښې په کونړ ولایت کښې هلاک شوی او دا یو(۱) ښه پیغام لرلی شی .