په جنوبی وزیرستان کې شپږ ترهه ګر هلاک شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i73828-په_جنوبی_وزیرستان_کې_شپږ_ترهه_ګر_هلاک_شوي_دي
د پټو اطلاعاتو په اساس د دغو عملیاتو په دوام کې په هلاک شوو ترهه ګرو کې د ننکار په نامې سره خطرناک تعقیبیدونکی جنایتکار هم شامل دی او دترهه ګرو په ډزو کې هم حوالدار عبدالرزاق او حوالدار ممتازحسین شهیدان شوی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jun 23, 2018 10:11 Asia/Kabul
  • په جنوبی وزیرستان کې شپږ ترهه ګر هلاک شوي دي

د پټو اطلاعاتو په اساس د دغو عملیاتو په دوام کې په هلاک شوو ترهه ګرو کې د ننکار په نامې سره خطرناک تعقیبیدونکی جنایتکار هم شامل دی او دترهه ګرو په ډزو کې هم حوالدار عبدالرزاق او حوالدار ممتازحسین شهیدان شوی دی .

زمونږخبریال د دنیا نیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړی  د پآکستان د پوځ ائی ایس پی آر دیوې اعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دی ،  د پاکستان ددښمنانو په خلاف د ردالفسادنومې پاکونکی عملیات هماغه راز دوام لری  او  د دغو عملیاتو په د وام کې نن سهار وختی د پاکستان دشمالی وزیرستان   په لده  سیمې کې  دترهه ګرو  په ضد په پآکونکو عملیاتو کې  شپږ ترهه  هلاک او  یوشمیر نور هم ټپیان شوی دی ، په دغو علمیاتو کې دپاکستان دپوځ دوه ځوانان هم شهیدان شوی دی .

 په دغې اعلامیې کې وئیل شوی دی ، د پټو اطلاعاتو په اساس   د دغو عملیاتو په دوام کې  په هلاک شوو ترهه ګرو کې  د ننکار په نامې سره خطرناک  تعقیبیدونکی  جنایتکار هم شامل دی  او  دترهه ګرو په ډزو کې هم  حوالدار  عبدالرزاق او  حوالدار ممتازحسین  شهیدان شوی دی .

 په دغه راپور کې وئیل شوی دی ، دترهه ګرو له پټنځایه  یو شمیر ماډرن تجهیزات ،وایرلیس سیټونه ،   او نور مهمات هم ترګوتو شوی دی  او  دغو ترهه ګرو د دغو تجهیزاتو او مهماتو په وسیله   د افغانستان په پکتیا کې  د دسیسه ګرو له مرکز سره په تماس کې  وو . دغه راز د هغوی له منګولو یو شمیر وسله او  په لسګونو کلوګرامه   چاودیدونکی توکی هم  کشف اوضبط شوی دی .