په جنوبی وزیرستان کې شپږ ترهه ګر هلاک شوي دي
د پټو اطلاعاتو په اساس د دغو عملیاتو په دوام کې په هلاک شوو ترهه ګرو کې د ننکار په نامې سره خطرناک تعقیبیدونکی جنایتکار هم شامل دی او دترهه ګرو په ډزو کې هم حوالدار عبدالرزاق او حوالدار ممتازحسین شهیدان شوی دی .
زمونږخبریال د دنیا نیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړی د پآکستان د پوځ ائی ایس پی آر دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ، د پاکستان ددښمنانو په خلاف د ردالفسادنومې پاکونکی عملیات هماغه راز دوام لری او د دغو عملیاتو په د وام کې نن سهار وختی د پاکستان دشمالی وزیرستان په لده سیمې کې دترهه ګرو په ضد په پآکونکو عملیاتو کې شپږ ترهه هلاک او یوشمیر نور هم ټپیان شوی دی ، په دغو علمیاتو کې دپاکستان دپوځ دوه ځوانان هم شهیدان شوی دی .
په دغې اعلامیې کې وئیل شوی دی ، د پټو اطلاعاتو په اساس د دغو عملیاتو په دوام کې په هلاک شوو ترهه ګرو کې د ننکار په نامې سره خطرناک تعقیبیدونکی جنایتکار هم شامل دی او دترهه ګرو په ډزو کې هم حوالدار عبدالرزاق او حوالدار ممتازحسین شهیدان شوی دی .
په دغه راپور کې وئیل شوی دی ، دترهه ګرو له پټنځایه یو شمیر ماډرن تجهیزات ،وایرلیس سیټونه ، او نور مهمات هم ترګوتو شوی دی او دغو ترهه ګرو د دغو تجهیزاتو او مهماتو په وسیله د افغانستان په پکتیا کې د دسیسه ګرو له مرکز سره په تماس کې وو . دغه راز د هغوی له منګولو یو شمیر وسله او په لسګونو کلوګرامه چاودیدونکی توکی هم کشف اوضبط شوی دی .