دپاکستان یوه بله جنګی الوتکه هم نسکوره شوې
په پآکستان کې د دغې جنګی الوتکې نسکوریدا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د دغه هیواد دهوائی ځواک قوماندانۍ وئیلی وو ، چې دپاکستان هوائی الوتکې زاړې شوی دی او تر څوراتلونکو کلونو پورې به دفرانسیسۍ میراج او دچین ایف ۷ ډوله جنګی الوتکو لاښه عمر پای ته ورسیږی .
دسحر اردو ټیلیویژنی چینل راپورورکړی ، دپاکستان دخیبر پختونخواه صوبې مرکز پیښور کې په باچا خان هوائی ډګر کې د روزنیز الوت په وخت له تخنیکی نیکګړتیاؤ له امله نسکوره شوې ده .
البته دخبر ترمخابیره کیدا پورې ئې د دغې جنګی الوتکې د پیلوټ دبرخلیک په باب څه نه دی وئیل شوی .
په پآکستان کې د دغې جنګی الوتکې نسکوریدا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د دغه هیواد دهوائی ځواک قوماندانۍ وئیلی وو ، چې دپاکستان هوائی الوتکې زاړې شوی دی او تر څوراتلونکو کلونو پورې به دفرانسیسۍ میراج او دچین ایف ۷ ډوله جنګی الوتکو لاښه عمر پای ته ورسیږی .
په تیرو څو اونیو کې د ا د پآکستان دوهمه جنګی الوتکه ده چې د تخنیکی نیمګړتیا ؤ له امله نسکوره کیږی .