دافغانستان جنګ دلویدیځ او د امریکا دګټو په لړ کښې دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i74185-دافغانستان_جنګ_دلویدیځ_او_د_امریکا_دګټو_په_لړ_کښې_دی
زمونږ خبریال وایی دپاکستان په بلوچستان صوبې کښې دپیپلز ګوند (People's Party)عمومی منشی بسم الله خان کاککړ دافغانستان جنګ د لویدیځو هیوادونو د ګټو د ساتنې او تامینولو په لړ کښې وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 29, 2018 11:49 Asia/Kabul
  • په ۲۰۰۱ میلادي کال کښې په افغانستان د امریکا لښکر لیږد په سیمه  کښې داستعمار نوی سیاست دی .
    په ۲۰۰۱ میلادي کال کښې په افغانستان د امریکا لښکر لیږد په سیمه کښې داستعمار نوی سیاست دی .

زمونږ خبریال وایی دپاکستان په بلوچستان صوبې کښې دپیپلز ګوند (People's Party)عمومی منشی بسم الله خان کاککړ دافغانستان جنګ د لویدیځو هیوادونو د ګټو د ساتنې او تامینولو په لړ کښې وباله .

هغه په افغانستان کښې اولس(۱۷) کلن جنګ د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا دامریکا لخوا د دغه هیواد دخلکو لپاره سوکه سوګه مرګ وباله  او زیاته یې کړه له دغه حالته د وتلو یوازنۍ لاره له هیواد خخه دبهرنیو عسکرو د وتلو لپاره د خلکو اتحاد دی .

دپاکستان دغه سیاستوال  له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په ۲۰۰۱ میلادی کال کښې په افغانستان د امریکا لښکر لیږد په سیمه  کښې داستعمار نوی سیاست وباله .

د پاکستان په بلوچستان صوبې کښې د پیپلز ګوند عمومی منشی بسم الله خان کاکړ دافغانستان په خلکو غږ وکړ په امریکا باور ونکړی او په هوښیارۍ سره په هیواد کښې د پردیو هیوادونو دسیسې شنډې کړی .