د هند او پاکستان ترمنځ د بندیانو لیسټونه مبادله شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i74278-د_هند_او_پاکستان_ترمنځ_د_بندیانو_لیسټونه_مبادله_شول
پاکستان؛ د ۴۱۸ کب نیونکو په شمول د ۴۷۱ هندی بندیانو لیسټ، په اسلام آباد کی د هند  لوړې کمیټی ته وسپاره.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 02, 2018 12:07 Asia/Kabul
  • د هند او پاکستان ترمنځ د بندیانو لیسټونه مبادله شول

پاکستان؛ د ۴۱۸ کب نیونکو په شمول د ۴۷۱ هندی بندیانو لیسټ، په اسلام آباد کی د هند  لوړې کمیټی ته وسپاره.

زموږ د خبریال د راپور په اساس، د پاکستان خارجه وزارت نن اعلان وکړ: ۴۱۸ هندی کب نیونکی، د یاد هیواد د بندیانو په ۴۷۱ کسیز لیسټ کی شتون لری، چی په اسلام آباد کی د هند لوړې کمیټې ته وسپارل شول.

د پاکستان خارجه وزارت په یوې بیانیه کی اعلان وکړ: د هند دولت هم، د ۱۰۸ کب نیونکو په شمول، د ۳۵۷ پاکستانی بندیانو لیسټ، په نوی ډیلی کی د دغه هیواد لوړی کمیټی ته وسپاره.

دغه اقدام، دبندیانو د لیسټ د مبادلې په هکله، د دؤو هیوادونو ترمنځ د ۲۰۰۸ م کال د موافقې په اساس بڼه نیسی.

د هند او پاکستان ترمنځ د بندیانو د لیسټونو مبادله، پداسی شرایطو کی سرته رسیږی، چی د دؤو هیوادونو ترمنځ اړیکی، په ډیره ټیټه کچه کی دی.